د ډالرو د ارزښت په لوړېدو کې خلک زیان مومي

له کابو شلو کلونو وروسته، د ملي پیسو په وړاندې د ډالرو ارزښت له سل افغانيو لوړ شو. په هېواد کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی بازار شهزاده سرای، د سه شنبې په ورځ د لیندۍ په شپاړسمه نېټه اعلان وکړ چې په تېرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت سلو افغانیو ته ورسېد. په دې توګه د سه شنبې په ورځ د کابل په بازارونو کې یو ډالر تر ۱۰۲ او له هغې لوړ تبادله شو. په داسې شرایطو کې د ډالرو ارزښت لوړ شوی چې په وروستیو ورځو کې، د افغانستان بانک د ډالرو په لیلام کې چې د اسعارو د ارزښت د کنټرول لپاره یوه لاره بلل کېږي بې وسه و.

روښانه ده چې د افغانیو ارزښت په یوه شپه دومره نه دی کم شوی، بلکې په اوږده موده کې دا کار شوی دی. په ډالرو پورې د افغانستان د بازارونو پېلتوب او په ډالرو پېر پلور ته په پام سره، د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونه مجبور وو چې په پرلپسې توګه د بهرنیو مرستو یوه برخه د اسعارو په لیلام ولګوي ترڅو په بازار کې ډالر زیات شي او د افغانیو د ارزښت د کمښت مخنیوی وکړي.

په داسې حال کې چې مخکینيو حکومتونو کولای شوای په لنډ مهال او اوږده موده کې په منطقي پلانونې سره، تر یوه بریده په ډالرو پورې د افغانستان د بازارونو پیلتوب کم کړي، خو دا کار یې ونه کړ او تر ډېره یې په اوبو کې لوټه اېښودله او ترې تېرېدل. له همدې امله دا چاره ددې لامل شوه چې د افغانستان بانک مخکیني سرپرست اجمل احمدي د اشرف غني حکومت د سقوط په وروستیو ورځو کې، د ورځې په منځني ډول له دېرش تر څلوېښت میلیون ډالرو په لیلام سره هڅه وکړه چې په خپله کاري دوره کې د افغانیو د ارزښت د کمښت مخه ونیسي، ځکه د ملي پیسو د ارزښت ډېر کمښت د هغه او د نوموړي د کاري ټیم موقعیت ته زیان رسولای شوای.

په اوسني وخت کې هم ځینې ستونزې په ډالرو پورې د افغانستان د بازارونو د پيلتوب او یوه برخه هم د پیسو د پراخ لیلام له امله دي. د اجمل احمدي دا اقدام ددې لامل شو چې په اوسني وخت کې د هېواد بازارونه د ډالرو له جدي کمښت سره مخ شي. ۸صبح ورځپاڼې په هغه څېړنیز راپور کې چې د کابل له سقوط مخکې یې خپور کړ، جوته کړې وه چې د افغانستان بانک ډالري زېرمې په خلاصېدو دي.

د اجمل احمدي له خوا د ډالرو پراخ لیلام ته په پام سره، داسې ښکاري چې د افغانستان بانک د ډالري زېرمو خالي کول یو قصدي اقدام و، ځکه اجمل احمدي ددې ترڅنګ هڅه وکړه چې د افغانستان بانک د ډالرو په زېرمو سره، د امریکا په مالیې وزارت کې پانګونه وکړي.

بالاخره د کابل له سقوط وروسته، رويټرز رپوټ ورکړ چې اجمل احمدي د افغانستان بانک ډالري زېرمې تشې کړې وې. هغه آن د خصوصي بانکونو ډالر هم لیلام کړي وو او له همدې امله، په تېرو درېیو میاشتو کې ډېری بانکونه د ډالرو له کمښت سره مخ شول.

اوس چې شرایط لا پېچلي کېږي، د طالبانو چارسمبالی حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې په امریکا کې ډالري زېرمو ته د لاسرسي زمینه برابره او د افغانستان بازارونو ته ډالر ورزیات کړي. په دې توګه، د ملي پیسو د ارزښت ساتلو په برخه کې له وړاندې د پروګرام نشتوالی او اوسنۍ بې پامي د اندېښنې وړ ده. ددغو شرایطو دوام به ډېر زیانمنونکی وي او د هېوادوالو ستونزې لازیاتولای شي.

له بده مرغه په دغه راز شرایطو کې، د افغانیو د ارزښت د کمښت له امله تر ډېره خلک زیانمنېږي. اوسمهال د ډېری لومړنیو او نورو اړتیاوړ توکو پېر پلور په ډالرو کېږي. هرڅومره چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېږي، په هماغه کچه خلک د خپل ژوندانه د لومړنیو توکو په پېرلو کې بې وسه کېږي. په اوسني وخت کې د تېلو، ګازو، اوړو، غوړیو، وریجو او نورو اړتیا وړ توکو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوې دي. که په اوسنیو کړکېچنو شرایطو کې دا بهیر دوام وکړي، بې له شکه چې د بې وزلۍ د پراختیا په اړه د ملګروملتونو سازمان اټکل به زر عملي شي او ښايي چې تر راتلونکو څو میاشتو، زیات شمېر هېوادوال له سختې بې وزلۍ سره مخ شي.

له بده مرغه د طالبانو چارسمبالي حکومت تراوسه مالي شتمنیو ته د لاسرسي او ډالرو د ارزښت د کنټرول په برخه کې ګټور ګام نه دی پورته کړی. د طالبانو مسوولین پوهېږي چې په اوسني وخت کې د ډالرو د ارزښت د چټک کمښت یوازینۍ لار، بازارونو ته د ډالرو زیاتول او د خلکو لاسرسی دی؛ په داسې حال کې چې د نړیوالو د مستقیمو مرستو بندولو او محدویتونو لګولو ته په پام سره، دوی ددې کار وس نه لري. بل لوري ته د افغانستان بانک د ډالرو د ارزښت لوړېدل حتمي چاره ګڼي او خلک د افغانیو کارولو ته هڅوي.

له دغو اقداماتو داسې برېښي چې په لنډ وخت کې د ډالرو د ارزښت کمښت د طالبانو د چارسمبالي حکومت له توانه بهر دي. دوی په داسې شرایطو کې چې د ډالرو ارزښت ثبات ته اړتیا لري، هڅه کوي په ډالرو پورې د افغانستان د بازارونو پيلتوب صفر ته ورسوي. په یوه وخت کې دغو دوو موخو ته رسېدل ناشوني ښکاري.

طالبان باید د خلکو او هېواد د ناسم وضعیت په درک کولو سره، زرترزره د نړیوال تعامل او د افغانستان بانک مالي شتمنیو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. په هره اندازه چې مالي شتمنیو ته لاسرسی زیات وخت ونیسي او طالبان ونه شي کولای نړیوالې ډالرې مرستې جذب کړي، په هماغه کچه به د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شي.

ښه دا ده چې د طالبانو چارسمبالی حکومت د بانکي چارو د کارپوهانو په مشوره، د ډالرو د ارزښت د کنټرول لپاره لنډمهال او اوږدمهاله تګلاره برابره کړي. که طالبان یوازې خپلو پروګرامونو ته پام وکړي او د ملي پیسو د ارزښت د ثبات د خوندیتوب لپاره معقولې لارې غوره نه کړي، شرایط به لا پېچلي شي او له بده مرغه چې دا خپلسرې کړنې به په لنډه او اوږده موده خلکو ته سخت زیان ورسوي.

ورته لیکنې

Back to top button