د پاسپورټ د وېش ستونزه؛ څه باید وشي؟

لیکنه: فهیم ستوده

د پاسپورټ عمومي ریاست په هغو ادارو کې راځي، چې تل مراجعه‌کوونکي لري. لامل يې د هر بهرني سفر په موخه پاسپورټ ته د وګړو اړتیا ده. دا ریاست ډېر کلونه د زیاتو مراجعه‌کوونکو له ستونزو سره مخ و، په داسې حال کې چې د خدماتو وړاندې کول او د پاسپورټونو د وېش کچه ډېره کمه وه. دې مسالې کمېشنکارانو ته دا زمینه برابره کړې وه، چې له یوې خوا له خلکو پيسې واخلي او له بلې خوا د دولت قوانین او لایحې تر پښو لاندې کړي. کمېشنکارانو وخت ته په کتو خپلو پېرېدونکو ته په بېلابېلو بیو پاسپورټ تیاراوه. څو وارې خلکو شکایت کړی، چې کمېشنکارانو یو جلد پاسپورټ په ۱۳ زره افغانیو هم راایستلی دی. په هغه وخت کې د افغانۍ ارزښت زیات و.

دې وضعیت کلونه دوام وموند، تر هغه چې پاسپورټ ریاست کې یو سیسټم جوړ شو، چې له مخې يې د پاسپورټ غوښتونکي کولای شول، په نیمه ورځ کې د پاسپورټ اخیستنې ټول اداري کارونه بشپړ او دوه ورځې وروسته خپل پاسپورټ کور ته نژدې له پوسته خونې ترلاسه کړي.

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د پاسپورټ ریاست فعالیت عادي شوی نه دی او د پاسپورټ اخیستل په یوې لویې ستونزې اوښتی دی. له یوې خوا ډېر ژر کړنلاره بدلېږي او له بلې خوا د وېش کچه ډېره ټيټه ده. که له یوې خوا په ورځ کې د لس زره جلده پاسپورټونو د وېش ادعاوې عملي شوې نه دي، له بلې خوا پر دغه ریاست د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې نه ده. وضعیت داسې دی، چې ان ځینې کسان له پنځو میاشتو راهیسې د پاسپورټ ترلاسي په موخه هڅه کړې، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي. له دې ښکاري، چې د پاسپورټ د وېش کچه د غوښتونکو د کچې په پرتله ډېره ټيټه ده. اوسمهال هم د پاسپورټ ریاست چارې د امنیتي ستونزو له کبله په ټپه درېدلي او د بیاپیل په موخه کره نېټه په ډاګه شوې نه ده.

د پاسپورټ ریاست د چارو ځنډېدو خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي. خلک خپل هغه ناروغان چې د هېواد دننه يې درمنله شونې نه ده، نه شي کولای ګاونډیو هېوادونو ته بوځي. هغه محصلین چې بهر کې بورسیې لري، ممکن د زده‌کړو فرصت له لاسه ورکړي. ځینې کسان د بهرنیو هېوادونو اقامه یا بلنلیک لري او ځينو نور د سوداګرۍ او کاروبار په موخه پاسپورټ ته اړتیا لري.

څه موده وړاندې د پاسپورټ عمومي رییس عالم‌ګل حقاني ویلي و، چې ټول افغانان د پاسپورټ ترلاسي په موخه هڅه کوي. له بلې خوا ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش چارې ډېرې پڅې دي او مرکزي ریاست هم ځنډېدلی. پوښتنه اوس دا ده، چې څه باید وشي؟

خلکو ته د پاسپورټ وېش کوم پیچلی کار نه دی. تر ټولو ګرانه مرحله د بایومتریک ده. که د غوښتونکو شمېر زیات شوی، د دغه ریاست عاید ته په کتو کولای شي، د بایومتریک برخې کارکوونکي زیات کړي. ځکه د غوښتونکو شمېر زیات دی، دا ریاست کولای شي، د خپلو کارکوونکو شمېر څو برابره زیات کړي. اوسني پېر کې د تجهیزاتو چمتو کول هم کوم ګران کار نه دی. ان کېدای شي، دا تجهیزات له نورو ادارو لکه د د کورنیو چارو یا د ټاکنو لغوه شویو کمېسیونونو راوړي یا یې له بازاره وپېري.

د ګڼې ګوڼې یو لامل پر دې بهیر نه باور ده. داسې ګنګوسې خپرېږي، چې ممکن د جمهوریت په لوګو د چاپ شویو پاسپورټونو شمېر کم دی او په راتلونکي کې د امارت په لوګو چاپېږي، چې کم اعتبار لري. واقعیت دا دی، چې د افغانستان پاسپورټ که په هرې لوګو وي، د نړۍ د پاسپورټونو په تر ټولو ټيټه کچه کې راغلی دی. د افغانستان پاسپورټ د جمهوریت په لوګو له لږ اعتباره برخمن دی، چې په هغې ان کېدای نه شي، چې په اسانۍ د پاکستان او ایران ویزه هم ترلاسه شي. تر هغې چې دا اندېښنې په ځای هم نه دي، خو ګڼه ګوڼه یې زیاته کړې. د پاسپورټ ریاست دې د دغه وضعیت د کابو کولو په موخه خلکو ته ډاډ ورکړي، چې په دې برخه کې دې اندېښنه نه کوي.

له عصري ټکنالوژۍ استفاده یوه بله حللاره کېدای شي. په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ په پېر کې ژوند کوو، خو خلک د عریضې د تحویل په موخه شپې او ورځې په لیکه کې تېروي. له انلاین فورمې ګټه اخیستنه کولای شي، د خلکو کار اسانه کړي. کله چې کوم کس فورم ډکوي او ګوري، چې ۱۰ یا ۱۵ ورځې وروسته یې نوبت رسېږي، تر هغې به د پاسپورټ ریاست مخته نه تاوېږي. په دې سره به د کمیشنکارانو لاسونه هم لنډ شي. په داسې حال کې چې خلک له فقر سره لاس او ګریوان دي، ویل کېږي چې کمېشنکاران پر یو جلد پاسپورټ تر زر ډالره پيسې هم اخیستي دي. د پاسپورټ ریاست هم څو وارې د کمېشنکارانو د نیولو خبر ورکړی دی. که د خدماتو وړاندې کولو بهیر لوړ وي، کمېشنکارانو ته اړتیا نه پیدا کېږي، چې څوک اضافي پیسې ورکړي او دا چاره په خپله د کمېشنکارانو لاس او پښې تړي.

په پایله کې کولای شو ووایو، د پاسپورټ عمومي ریاست دې د چارو ځنډېدو پر ځای او د ګڼې ګوڼې د کمېدو په موخه د خدماتو کچه لوړه او د خپلو کارکوونکو شمېر زیات کړي. دا تر ټولو ښه حللار ګڼل کېږي. هر وګړی حق لري، پاسپورټ واخلي. د دې په څنګ له عصري تکنالوژۍ ګټه اخیستنه هم کولای شي، تر ډېره شته ستونزې هوارې کړي. په ناڅرګند وخت کې د څو دقیقو لپاره د وېبسایټ خلاصېدل مثبته پایله نه لرله او اړینه ده، چې دغه وېبسایټ همیشه پرانیستی وي، تر څو هر څوک له نوملیکنې وروسته پاسپورټ ریاست ته د تللو له کره نېټې خبر وي.

ورته لیکنې

Back to top button