تر راتلونکو درېیو اوونیو په ولایتونو کې د پاسپورت مدیریتونه فعالېږي

راپور: حسین حیدري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست مسوولین په دغه ریاست کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه هڅه کوي تر راتلونکو درېېو اوونیو په ولایتونو کې د پاسپورت ریاست مدیریتونه فعال کړي.
د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره، دوی نوې طرحه برابره کړې ده. ددغې طرحې له مخې به نوم لیکنه محدوده او د ظرفیت په اندازه پاسپورتونه ورکول کېږي. ښاغلي حقاني زیاته کړې: «موږ تصمیم لرو په درېیو اونیو کې خپل ولایتي مدیریتونه هم فعال کړو ترڅو مراجعین کم شي.»

د پاسپورت یو شمېر غوښتونکي په دغه ریاست کې له ګڼې ګوڼې شکایت لري او وايي چې دا بهیر باید سم مدیریت شي.

حیدر چې له هرات ولایته کابل ته د پاسپورت اخیستو لپاره راغلی وايي، ناروغ دی او د درملنې لپاره باید له هېواده بهر ته ولاړ شي.

نوموړی د هرات ولایت د روغتیا ریاست صحي تصدیق هم له ځان سره لري. هغه زیاتوي: «دوې اوونۍ مې په هرات کې هڅې وکړې، اوس دلته راغلی یم، ګڼه ګوڼه او بې نظمي ده، خلک هم ګرم دي چې په نوبت او بې نوبته راځي.»

د پاسپورت ریاست سرپرست هم دا ستونزه مني او وايي چې یو شمېر خلک نوبت ته له پامه پرته ورځي او ګڼه ګوڼه رامنځته کوي. هغه له خلکو وغوښتل چې له مخکې د ټاکل شوي نوبت له مخې دې د پاسپورت اخیستو لپاره ورځي.

له یوې نیمې میاشتې وروسته، پاسپورت ریاست د سه شنبې په ورځ د تلې په دیارلسمه نېټه خپل فعالیت پيل کړ. د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني وايي چې تراوسه ۵۰ زره پاسپورتونه وېشل شوي او څه باندې ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید یې راټول کړي دي.

ښاغلی حقاني زیاتوي، پر هغو وګړو سربېره چې نوم لیکنه یې کړې، ناروغانو، دولتي کارکوونکو ته د رسمي سفرونو لپاره، سوداګرو، د بهرنۍ دعوت لیکونو او اقامت لروونکو، پوځي او ملکي ټپیانو، هغو کسانو ته چې تحصیلي بورسونه یې اخیستي او په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره ورزشي لوبغاړو ته د پاسپورت د ورکړې آسانتیا برابره شوې ده. پاسپورت ریاست په اوسني وخت کې د ورځې له څلور تر پینځه زره پاسپورتونه ورکوي.

د پاسپورت رییس ته د ۲۵زره ډالرو بډو وړاندیز؛ رشوت ورکوونکی ونیول شو
د طالبانو د سرپرست حکومت د پاسپورت رییس عالم ګل حقاني وايي چې تېره اوونۍ یې د کار په دفتر کې د ۲۵ زره ډالري رشوت وړندیز ترلاسه کړی دی. ښاغلي حقاني وویل: «یو تن له ۲۵ زره ډالرو سره زما دفتر ته راغی، د ۲۵ زره ډالرو وړاندیز یې راته وکړ چې د پاسپورت اخیستو لپاره د یو شمېر کسانو غوښتنې لاسلیک کړم، هغه مو ونیوه.

سزا به ورکړل شي.» نوموړي زیاته کړې، موږ په لومړي سر کې ژمنه کړې چې هېچا ته دا فرصت نه ورکوو چې کمېشن کاري وکړي یا رشوت واخلي. د پاسپتورت رییس جوتوي: «موږ په بېلابېلو برخو کې کابو درې سوه تنه ګمارلي دي چې د ښار په ډېرو برخو کې کمېشن کاران پیدا کړي. یو شمېر کسان موږ په هوټلونو او د عریضه لیکلو په هټیو کې ګمارلي دي، له دې مخکې مو هم یو تن نیولی و، هغه راته وړاندیز کړی و چې د یوه لاسلیک په بدل کې دوه سوه ډالر راکوي، له نوموړي سره مو هم قانوني چلند وکړ.»

یو شمېر کسان چې د پاسپورت د اخیستو په لټه کې دي، هم وایي چې ناقانونه پاسپورت اخیستل د مخکیني حکومت په پرتله سخت شوي دي. موسی خان نیت لري چې د خپلې مېرمنې لپاره پاسپورت واخلي.

نوموړی هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي، خو مېرمن یې پاسپورت نه لري او له همدې امله تصمیم لري چې زر پاسپورت واخلي. موسی خان زیاتوي چې په تېر وخت کې د پيسو او واسطې په بدل کې پاسپورت آسانه و، خو اوس دا کار ګران شوی دی.

د پاسپورت ریاست د پروګرام له مخې لږ ترلږه شل ورځې وروسته نویو غوښتونکو ته پاسپورتونه ورکوي. عالم ګل حقاني وایي چې د نویو پاسپورت غوښتونکو د نوم لیکنې پيل به په رسمي توګه اعلان شي. نوموړی وايي چې په اوسني وخت کې د راتلونکو پينځو میاشتو لپاره پاسپورتونه شته. ښاغلي حقاني یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به کابو ۴،۵ میلیونه نوي پاسپورتونه هم چاپ کړي. له دې مخکې په لیتوانیا کې یوه شرکت د افغانستان پاسپورتونه چاپول. د پاسپورت ریاست سرپرست وایي چې د نویو پاسپورتونو د چاپ لپاره هم له دغه شرکت سره د خبرو په حال کې دي. تراوسه روښانه نه ده چې په دغو پاسپورتونو کې به د جمهوریت نښان چاپ شي که د امارت، خو تر راتلونکو پينځو میاشتو به د جمهوریت په نښان سره پاسپورتونه ووېشل شي.

د مراجعه کوونکو بله اندېښنه د دوی امنیت دی. د پاسپورت یو غوښتونکی حیدر وايي چې په کندهار او کندز کې پر لمونځ کوونکو د داعش خونړیو بریدونو ته په پام سره، طالبان باید په جدي توګه د ګڼ میشتو سیمو امنیت خوندي کړي؛ خو عالم ګل حقاني وایي چې پاسپورت ریاست ته ورغلو لارو او کوڅو کې د استخباراتو کابو شپېته کارکوونکي ګرځي او دوی د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي. د پاسپورت ریاست سرپرست یادونه وکړه چې تراوسه له امنیتي پلوه هیڅ ستونزه نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button