پاکستان: له امریکا سره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په تړاو کوم تړون نشته

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغې هوکړې راپورونه رد کړل، چې افغانستان کې د نظامي عملیاتو لپاره دې پاکستان خپل هوايي حریم واشنګتن ته په واک کې ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند د شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان به خپل هوايي حریم امریکا ته په افغانستان کې د نظامي او اطلاعاتي عملیاتو لپاره په واک کې ورکوي، رد کړل او زیاته یې کړه، چې دا ډول هوکړه شوې نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد او واشنګتن د سیمې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو اوږدمهاله همکاري لري او دواړه خواوې په دې هکله ګډ کار کوي.

سي‌ان‌ان شبکې راپور ورکړی، چې امریکا په افغانستان کې د نظامي عملیاتو او اطلاعاتو لپاره د پاکستان د هوايي حریم څخه د استفادې په موخه له دغه هېواد سره هوکړې ته نژدې کېږي. دغه راپور د جمعې پر ورځ د تلې پر دیرشمه خپور شو. د بایدن دولت او امریکايي قانون‌جوړونکو د ناستې په تړاو درییو باوري سرچینو دغه خبر سي‌ان‌ان خبري شبکې ته لیک کړی دی.

یوې سرچینې ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ ضد اقداماتو او د هند سره د اړیکو اداره‌کولو په موخه د مرستې په بدل کې د هوکړې لاسلیک کولو ته لیوالتیا ښوولې. دویمه سرچینې هم ویلي، خبرې روانې دي او کېدای شي د هوکړې شرایط چې تراوسه نهايي شوې نه دي،  بدل شي.

سي‌ان‌ان راپور ورکړی، چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او نورو مخالفانو پر ضد عملیات وکړای شي.

دغې شبکې ویلي، اوسمهال امریکايي ځواکونه د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان کې د اطلاعاتو د ټولونې به توګه کار اخلي، خو تراوسه افغانستان ته د دوامداره لاسرسي ډاډ ورکولو لپاره هېڅ رسمي تړون شتون نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button