د زابل په سیوري او شهرصفا ولسوالیو کې د نامعلومې ناروغۍ خپرېدل

۸صبح، زابل: د زابل په سیوري او شهرصفا ولسوالیو کې لسګونه تنه په یوې ناپېژاندې ناورغۍ اخته شوي دي.
د سرچینو په وینا، د سیوري ولسوالۍ په شیرو سیمه کې د یوې ۲۲ کسیزې کورنۍ ۱۹ او په دې سیمه کې ۲۱ نور کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې ولایت کې د عامې روغتیا مسوولین هم دا خبر تاییدوي او وایي، چې سیمې ته یې روغتیايي ټیمونه لېږلي دي.
د مسوولینو په وینا، د دغو کسانو درملنه روانه ده او اخیستل شوي سمپلونه یې مرکز ته د تشخیص په موخه لېږلي دي.
روغتیايي کارکوونکي وايي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان استفراغ کوي.
د یو بل خبر له مخې، د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې هم ۲۰ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي او سیمې ته روغتیا ټیمونه رسېدلي دي.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې په زابل کې ګڼ شمېر خلک په کولرا ناورغۍ اخته شوي وو.