د ورځپاڼې پر مخ له یوې تر پنځو افغانیو؛ ګل افشان: له بدې ورځې ګدايي کوم

راپور: حسین حیدري

د لمر راختلو سره سم یوې مور او اووه کلنې لور ته یې یوه بله له کړاوه د ډکې ورځې پیل دی. تراوسه لمر خپلې وړانګې په پوره توګه غوړولی نه دي، ګل‌افشان له خپلې اووه کلنې لور خاطرې سره د کابل په لوېدیځ کې د خیرټولو په موخه کېناسته. هغه وايي: «سهار چې لمر راخېژي، له ناچارۍ تر ماښامه همدلته کېنو.» ګل‌افشان د کابل لویدیځ یوې لرې سیمې په کرايي کور کې اوسي. خاطره په نازکو کالیو کې د مني یخني په سختۍ زغمي. هغه تر ماښامه د خپل ماشومتوب خوږې ورځې پر نمجن سړک او د مسافرینو او موټرو دودونو او خاورو په مینځ کې تیروي. ګل‌افشان وايي، وړه لور يې سهار وخته له خوبه راپاڅېږي او له ما سره راځي.

ګل‌افشان څلور لوڼې او یو زوی لري. نوموړې په کرايي کور کې ژوند کوي، چې د میاشتې دوه زره افغانۍ یې کرایه ده. ګل‌افشان وايي: «د کور کرایه ګرانه ده، په وطن کې د کور کرایه نه وه. میاشت چې پوره کېږي د کور مالک راځي او پیسې غواړي.» نوموړې شاوخوا دوه کاله مخکې د غزني له جاغوري ولسوالۍ کابل ته راغلې ده. کله چې دوه کاله مخکې د ګل‌افشان مېړه غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي، د ایراني پوله‌ساتو د ډزو له کبله ووژل شو او د ژوند او کورنۍ ټولې ستونزې ګل‌افشان ته پاتې شوې.

د ګل‌افشان د مېړه تر وژل کېدو وروسته، هغې له خپل لیوره سره ژوند کاوه. هغې وویل: « زه وم او پنځه یتمیان. زه یې په زوره له کوره وویستم او راته کړه یې په درد نه لګېږې. ډوډۍ نه شې پېدا کولی، ډوډۍ مفته نه ده.» د مېړه ورور  یې چې د خاطرې مور له کور وویسته، نوموړې د ځان لپاره سرپناه پېدا نه کړه، تر هغه چې د خپلوانو په مشورې کابل ته راغله او پر سوالګرۍ یې پیل وکړ. ګل‌افشان چې پر کوم سړک خیرات ټولوي، کمبره او له ګڼې ګونې ډک دی. د تلې پر دېرشمه د جمعې پر ورځ، چې دفتر ته پر لار وم، څو شیبې له دغې دردمنې مور سره کېناستم.

د پخواني حکومت له سقوط وروسته، کابل کې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی. ګل‌افشان وايي، له مجبوریته یې پر سوالګرۍ لاس پورې کړی، خو خلک د هغې ستونزې نه درک کوي. پنځه افغانۍ د ۸صبح پر ورځپاڼې ولوېدې. کله مې چې پورته وکتل، یو ځوان و، چې کراره یې پر سړک ګام اخیست. له ګل‌افشان نه مې پوښتنه وکړه، ۸صبح ورځپاڼه دې له کومه کړې. هغې وویل: «کور ته نجونو راوړې وه، نه پوهېږم له کومه یې کړې وه.» ۸صبح ورځپاڼه د شاوخوا لس کاله پخوا وه. د ګل‌افشان مشره لور څوارلس کلنه ده، خو تراوسه ښوونځي ته تللې نه ده. د بې‌وزلۍ له کبله د ګل‌افشان یو اولاد هم ښوونځی نه وايي. هغه وايي: «بې‌وزلي ده، نه شم کولای لوڼې مې ښوونځي ته ولېږم.» اوسمهال دغه مور د کور د کرایې ترڅنګ خپلو ماشومانو ته د لومړنیو توکو برابرول هم ورلغاړې دي. د ګل‌افشان لوڼې د خلکو دویم لاس کالي اغوندي او خلکو دغه کالي هغوي ته د «ثواب» په نیت ورکړې دي. ګل‌افشان له ماسره غږېده، چې یوه ځوانه ښځه راغله او هغې ته يې پنځه افغانۍ او یو پتلون ورکړ. ځوانې ښځې وویل: «ترورې دعا کوه او دا پتلون دې زوی ته یوسه.» ګل‌افشان هغې ته وویل: «له سهار تر ماښامه همدلته دعا کوم او صلوات وایم.»

ګل‌افشان د بې‌وزلۍ سره سره د اعصابو له تکلیفه هم رنځ وړي. هغه وايي، کله کله یو ساعت بې‌هوښه کېږي، چې راپاڅي ګوري، چې حمله پرې راغلې. د خاطرې مور وايي: «نیم ساعت بې‌هوښه کېږم، ژبه مې تر غاښونو لاندې کېږي، څوک مرسته نه کوي، چې درملنه یې وکړم.» ګل‌افشان هیله لري، چې اووه کلن زوی یې لوی شي او کار روزګار وکړي.

ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي. دغه هېواد کې ښځې ډېرې اغېزمنې دي او هر وخت له کورني تاوتریخوالي، دوه ګوني چلن او نورو ستونزو سره مخ دي. نه یوازې چې ګل‌افشان خپل مېړه له لاسه وکړی، هغه د یوې مهربانې کورنۍ له نشتوالي هم رنځ وړي. نوموړې وايي، که ملاتړ یې لرلی، یو ساعت به یې هم پر دې سړک سوالګري نه وای کړې.

د څو شیبو په جریان کې چې زه د مرکې په موخه له ګل‌افشان سره ناست وم، ما پر لار د تېرېدونکو بې‌حسه او سپکوونکي نظرونه ولیدل. ګل‌افشان وايي، دا ټول د یوې مړۍ ډوډۍ د پېدا کېدو لپاره زغمي. ګل‌افشان د ژمي د سون لرګیو اندېښمنه کړې، چې پر ستونزو یې یوه بله ستونزه هم ورزیاتېږي.

ورته لیکنې

Back to top button