• خبرونه

    د نوي کال نمانځل؛ بدخشان کې جنډه د کم شمېر اوسېدونکو په ګډون پورته شوه

    ۸صبح، بدخشان: د بدخشان مرکز فیض اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د میر غیاث الدین په مقبره کې راټول شول او د نوروز جنډه یې پورته کړ. د فیض اباد ښار اوسېدونکي وایي، چې دغه مراسم نن سه شنبه سهار د وري پر دویمه ترسره شول. د دغه مراسمو یو ګډونوال سید صفدر ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې بدخشان کې هر کال د نوروز او جنډې پورته کولو جشن ته ډېر خلک ورتلل. د صفدر په وینا، سږ کال د نورو کلونو خلاف د جنډې پورته کولو مراسم د دغه ولایت د څو تنو اوسېدونکو په ګډون سره ترسره شول. د دغه مراسمو یو بل ګډونوال شیرین اغا وایي، چې د نوروز نمانځل دیني اړخ نه لري؛ بلکې یو دود دی او مسوولانو باید پر دغو مراسمو بندیز نه وای…

    بشپړ جزئيات
  • ځانګړي

    له مزار تر بامیان او له کابل تر تخاره؛ خلکو د نوروز مراسمو پر بندیزونو نیوکه وکړه

    نوروز د بیا پيل ورځ ده. هېواد کې د دې ورځې نمانځل مخالفان او لارویان دواړه لري. ملاتړي یې د ولس ترمنځ تش لاسونه؛ خو مخالفان یې د چارواکو ترمنځ د دغې ورځې نمانځنې ته انګېزه نه لري. د لوړو زده‌کړو وزارت پر محصلانو نوروز په ازموینې اخیستو تېر کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو بیا ویلي، چې د دغې ورځې رسمي نمانځنه اړینه نه ده. له دې ورهاخوا خلک هم د اقتصادي ستونزو له کبله په سمه توګه دا ورځ ونه شوای نمانځلی. په ټوله کې کېدای شي، د نیکونو دود او دستور څنګ ته کړو؟ ایا کولای شو ووایو، نوروز په خپل ټاټوبي کې پردی شوی دی؟ فرهنګي کارپوهان وايي، چې نوروز د پخوانیو یادګار دی او که غواړې یا نه غواړې، خلک یې نمانځي. نوروز د…

    بشپړ جزئيات
  • خبرونه

    اشرف غني: د واک ترلاسه کول اسان، خو ساتل یې ګران دي

    ۸صبح، کابل: مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال له امله غږیز پيغام خپور او د هېواد له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یې د ملي اجماع پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه وویل، چې د واک ترلاسه کول اسان؛ خو ساتل یې ګران دي. غني په دغه غږیز پيغام کې چې د دوشنبې پر شپه د وري پر لومړۍ یې پر فېسبوکپاڼه خپور کړ، ټینګار شوی، چې خلک په داسې حال کې نوروز نمانځي چې د تاریخ په سختو شېبو او دوه لاره کې قرار لري. نیوکه کوونکي تل اشرف غني د هېواد د اوسني وضعیت مسوول بولي. مخکیني ولسمشر د طالبانو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې که تېرې تېروتنې تکرار شي او افغانان یو بل ونه مني او په حذف او انحصار تکیه وکړي، بدې…

    بشپړ جزئيات
  • ځانګړي

    ګلغونډۍ کې د ۱۴۰۱ نوروز؛ محتسبانو خلکو ته د اسلامي تفریح لارښوونه کوله

    ګلغونډۍ چې په «ارغواني غونډۍ» هم پېژندل کېږي، په نورو کلونو کې به د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه کسان د نوروز پر ورځ ورتلل؛ خو سږ کال د خلکو شتون پیکه ښکارېده. ګلغونډۍ ته ځینې لیدونکي چې د پروان له څنګلورو ولایتونو څخه د ۱۴۰۱ پر لومړۍ ورځ راغلي، د خلکو د پیکه حضور لامل اقتصادي ستونزې یادوي. دغه راز، سږ کال د نورو کلونو خلاف مېرمنو ته بېل ځای «د مېرمنو پارک» ځانګړی شوی و. ښځو د ۱۴۰۱ کال پر لومړۍ ورځ د دغې غونډۍ له هر ځایه د لیدلو اجازه نه لرله. د نوروز پر ورځ محتسبان (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ماموران) د خلکو ترمنځ ګرځېدل او خلکو ته یې د «اسلامي شریعت له نظره د تفریح ​​د سمې لارې» لارښوونه کوله.…

    بشپړ جزئيات
  • ځانګړي

    له ۲۰ کلونو وروسته په لومړي ځل په مزار شریف کې د نوروز جنډې پورته کېدو مراسم ونه شول

    په مزارشريف کې حضرت علي ته منسوب زيارت چې هر کال د نوروز او نوي کال د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو هېوادوالو کوربه و، سږ کال پکې نوروز له رسمي مراسمو او د جنډې له پورته کېدلو پرته تېر شو. پخوا به هر کال د نوروز په جشن کې زرگونو لیدونکو، بهرنیو سیاسي استازو او یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو گډون کاوه او جنډه به د ۲۱ توپونو له ویشتلو وروسته پورته کېدله؛ خو سږ کال دا مراسم ونه شول. که څه هم سږ کال د خلکو شتون د نورو کلونو په پرتله پیکه و؛ خو د دغو خلکو ترمنځ داسې کسان هم شته، چې د نوروز نمانځنې لپاره له لرې ځایه مزارشریف ته راغلي دي. هغوی وايي، چې د مېلې او…

    بشپړ جزئيات
  • ځانګړي

    لوږه او محدودیت؛ سږ کال د تخاریانو د نوروزي مېوې دسترخوان ونه وغوړېد

    تېر کلونه تخار کې د نوروز نمانځنې لپاره ځانګړی چمتوالی نیول کېده؛ خو سږ کال په دغه ولایت کې نوروز ته هېڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی. د تخار اوسېدونکي سمیع‌الله رحیمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تېرو کلونو کې به په دغه ولایت د جنډې اوچتولو دوه مراسمه په ځانګړې ډول کېدل. رحیمي زیاته کړه: «د دغو دوو مراسمو له ډلې یو یې د جنډه بالا تالقان جان او بل هغه یې د خواجه چنګال جنډه بالا و.» د تخار دغه اوسېدونکي وویل، چې تېرو کلونو کې به خلکو له نوروز لس ورځې مخکې چمتوالی نیوه. د نوموړي په خبره، دا چمتوالی د ښار پاکولو په ګډون، د هفت میوې تیارول او د ونو رنګول و. د تخار یوه بل اوسېدونکي صبغت بشار وویل،…

    بشپړ جزئيات
  • نظرونه او لیدلوری

    نوروز د ژبې او عقیدې په منګولو کې

    په اسلامي فرهنګ کې دوه اخترونه پېژندل شوي دي. کوچنی اختر چې تر روژې وروسته راځي او لوی اختر چې د قربانۍ اختر هم ورته وايي. دواړه اخترونه په مېلو، ټولېدونو او د خپګانونو په لرې کولو، جوړجاړي او ان په اشعارو او موسیقۍ نمانځل کېږي. د ځينو څېړونکو په اند و باور، دا اخترونه د سامي مدنيت په فرهنگ پورې اړه لري، چې تر ډېره له اسماني لارښوونو سره تړل کېږي؛ خو په هغه جغرافيه کې چې اريايي فرهنگ لاسبری دی، د دې تر څنګ یو بل اختر هم شته، هغه د «نوروز اختر او جشن» دی، چې په اریايي مدنیت کې ډېره لرغونې مخینه لري. دا اختر په واقعيت کې، په ريښه يې ډول له طبعيت، زمان او مکان سره تړاو لري او خلک يې په ډله ییزه…

    بشپړ جزئيات
  • خبرونه

    د ایران دفاع وزیر د سرپرست حکومت دفاع وزیر ته د نوي کال مبارکي ورکړه

    ۸صبح، کابل: د ایران د دفاع وزیر امیرمحمد رضا اشتیاني، د سرپرست حکومت دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام رالېږلی دی. مهر خبري اژانس دوشنبه د وري پر لومړۍ راپور ورکړی، چې د ایران د دفاع وزیر د بېلابېلو هېوادونو دفاع وزیرانو ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام لېږلی دی. په هغه نوملړ کې چې د دغه خبري اژانس له خوا خپور شوی، د افغانستان نوم هم لیدل کېږي. د ایران دفاع وزیر په خپل نوروزي پيغام کې ویلي: «نوروز د محبت او لرغونی دود چې د هیلو، خوښیو او له غم او خپګانه د خلاصون الهام بښي، د نوي کېدو، نوي لیدلوري او د نوي ژوندانه د بهیر لپاره یوه پلمه ده، تر څو د طبیعت د ښکلا او تاندوالي بښوونکی او د…

    بشپړ جزئيات
  • ځانګړي

    نوروز د فرهنګي میراث په توګه

    نوروز که له یوې خوا د نوي کال نمانځنه، د ارغوان مېله، د مزارشریف د جنډې پورته کېدل، هفت مېوه، سمنک، د بزګر ورځ، ملي جشن او د خوشالي او مینې یو فرصت دی؛ نو له بل اړخه نوروز د افغانستان او سیمې فرهنګي میراث هم دی. یونیسکو نوروز د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د ناملموس فرهنګي میراث په نوم ثبت کړی دی. دلته هدف د نوروز په اړه معلومات ورکول نه دي. نوروز هم د یو سنت او دود په توګه او هم د یو فیسټيوال او مېلې په ډول تل ځان ته پام اړولی دی. د نوروز په مورد کې له تېرو زرو کلونو شاعرانو او پوهانو لیکل کړي دي. له شهنامې تر عمرخیامه او له فارابي تر خوشال خټکه عالمانو د نوروز یادونه کړې ده.…

    بشپړ جزئيات
  • نظرونه او لیدلوری

    د سږ کال او هغه کال نوروز

    د نوروز مېله د افغانستان په ګډون د ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو یو پخوانی دود دی، چې اوږده مخینه لري. هغه وخت چې لمر د اسمان له لمنو راڅرګندېږي، ځلا راوړي او تورتم له منځه وړي. هغه ورځ چې طبیعت زرغونه جامه پر تن کوي، هغه پخپله همدا نوروز «د نوي کال لومړۍ ورځ» ده. نوروز د بشر او طبیعت پخوانی جشن دی، چې روح پکې د اسرافیل د شپېلۍ په شان چلېږي، په خوب ویده را ویښېږي، سترګې پرانیزي او د پسرلي تازه والي او راټوکېدنې ته ګوري، چې اسمان په څه شور د طبیعت مړاویتوب لرې کوي او د الوتونکو مستانه ساز او د باران ورښت ته ګډېږي او د سړو کوزه ماتوي. دا جشن، طبیعت زرغونوالي او د خوشالۍ ورځو ته رابولي او ټولو ته د ښادۍ…

    بشپړ جزئيات