د یوه ښوونکي روایت؛ له خالي ټولګیو تر ناڅېزه معاشه او ان د پینسل‌پاک له پېرلو د زده‌کوونکو ناتواني

لیکنه: همایون همدرد

ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.

کله کله له ځان سره وایم، غرو او درو ته لاړ شم، چېغې ووهم او خپل غم او خپګان پر چغو خالي کړم؛ بې‌وزلي او بدبختي مې له غرو او کاڼو سره شریکه کړې وای، کاش د ښوونکي دنده مې نه وای غوره کړې او اوس له دې ټولو ستونزو سره نه وای مخ شوی. له ځان سره وایم که پر سړک مې څه پلورلی، شاید له اوسني حالته مې ژوند غوره وای. کله کله د ښوونکي پر مقدسې دندې شکمن شم او نه شم کړای معلمي مقدسه دنده وبولم. له داسې دندې راضي کېدل ګران دي، چې ونه شې کړای، لږترلږه خپل ورځني لګښتونه پوره کړې.

افغان ښوونکي په ځانګړې توګه د خصوصي ښوونځیو ښوونکو په تېرو دوو کالو کې دوه زیانه ولیدل؛ لومړی هغه وخت چې ښوونځي د کرونا وبا د خورېدو د مخنیوي په موخه رخصت شول او په دې موده کې ډېرو ښوونکو معاش نه درلود او اړ شول، پیسې پور کړي. بل چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او بیا د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. په دویم ځل ښوونځيو ته د نجونو د نه اجازې له کبله یو شمېر زیاتو ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

دې حالت نه یوازې چې پر ښوونکو ناوړه اغېزه وکړه، بلکې د یو شمېر زیاتو زده‌کوونکو د کورنیو غړو له پیسو چې د خصوصي ښوونځيو د ښوونکو معاش ترلاسه کېده هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د طالبانو له واکمنۍ سره هممهاله ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د یوه کتاب یا کتابچې د اخیستو توان هم نه لري. موږ داسې کورنۍ هم پېژندې، چې نه یوازې پر وخت یې د خپلو ماشومانو میاشتني فیسونه ورکول، ان کله کله به یې خپلو ماشومانو ته ډالۍ هم اخیستې او د څو میاشتو د فیس پیسې به یې له وړاندې ورکولې. په دې ورځو کې هغوي نه یوازې د خپلو ماشومانو فیسونه نه شي ورکولی، ان د ځينو اړینو توکو لکه قلم، کتابچې او کتاب د اخیستو توان هم نه لري.

یوه ورځ مې یوه زده‌کوونکي ته وویل: کله چې پر پنسل لیکل کوې، تېروتنې ولې نه پاکوې، چې خط پرې کشوې؟ دا کار څو ځلې تکرار شو او یوه ورځ په جدي توګه له هغه سره وغږېدم. هغه وویل: «استاده، کور کې پیسې نه راکوي، چې پنسل‌پاک واخلم.»

د دغې میاشتې په لومړیو ورځو کې مې د څلورم ټولګي زده‌کوونکو ته وویل، چې د شنبې پر ورځ خپل فیسونه راوړي. یوه زده‌کوونکي وویل: «استاده، دې بېکارۍ کې فیس له کومه شي؟ خلک د خپل کور د خرڅ په غم کې دي. که درس ورکوئ، وړیا یې ورکړې؛ که وړیا درس نه ورکوئ، موږ پیسې نه لرو.»

هغه ماشوم چې له دې وړاندې خبر نه و، څنګه او کله یې د ښوونځي د فیس پیسې ورکړي، اوس د خپل کور د خرڅ په غم کې دی. پر دې حالت د انسان اروا او زړه خوږېږي.

کله چې طالبانو له اووم ټولګي تر دولسم ټولګي نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورنکړه، د پنځم او شپږم ټولګي شاوخوا شل سلنه نجونې هم کمې شوې دي. زده‌کوونکي د درس ویلو انګېزه نه لري. وايي، چې موږ ته هم له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه راکوي، نو ولې دومره زحمت وګالو او درس ووایو!

هغه ښوونځي کې چې موږ درس ورکوو، ډېرې زده‌کوونکي یې نجونې وې او خپل درسونه یې په شوق ویل. داسې زده‌کوونکې وې، چې لوې موخې یې درلودې او غوښتل یې راتلوونکې کې ترې ډاکتره، انجینره، قاضۍ او څارنواله جوړه شي. خو له بده مرغه اوس ښوونځي ته نه شي راتلی. زموږ ښوونځي شاوخوا ۳۵ تر ۴۰ سلنه نجونې زده‌کوونکې له لاسه ورکړي. د زده‌کوونکو له کمېدو سره د دغه ښوونځي ډېرو ښوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېرو هلکانو زده‌کوونکو هم د درس ویلو انګېزه له لاسه ورکړې. په ځانګړې توګه له نهم تر دولسم ټولګي زده‌کوونکو. یو شمېر زیات یې ایران ته لاړل یا په کور کې دي او پر ورځينو کارونو بوخت یا هم وزګار دي. کله چې له هغوي پوښتم، ولې ښوونځي ته نه راځئ، وايي درس ویلو ته انګېزه نه لري. وايي اوس چې نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي سبا او بله ورځ به زموږ نوبت هم راورسېږي. شاوخوا اتلس سلنه زده‌کوونکو ښوونځی پرېښی دی. د یوولسم ټولګي یو شمېر زیات زده‌کوونکي ښوونځي ته نه راځي او دولسم ټولګی د زده‌کوونکو د نه شتون له کبله بیخی نلرو.

د زده‌کوونکو له کمېدو سره هممهاله د ښوونکو شل سلنه معاش هم کم شوی دی. دې سره د ښوونکو ستونزې څو چنده زیاتې شوې دي. د تفریح په وخت کې ډېر ښوونکي د اوړو، غوړیو او نورو لومړنیو توکو د بیې د لوړېدا په هکله غږېږي.


تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰

ورته لیکنې

Back to top button