ملاهبت الله د طالبانو غړو ته: ظلم مه کوئ او عمومي عفوې ته ژمن پاتې شئ

۸صبح، کابل: د طالبانو ویندویانو او سرچینو د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوند زاده د سپارښتنو په اړه یو متن خپور کړی چې ویل شوي د کندهار ولایت له مسوولینو او چارواکو سره په یوه لویه غونډه کې یې مطرح کړې دي.

په دغو سپارښتنو کې ډېر موردونه شامل دي چې د طالبانو له خوا د عمومي بښنې پر رعایتولو ټینګار شوی دی. د دغو سپارښتنو یوه برخه د طالبانو د خپلمنځي اړیکو په اړه ده.

د طالبانو د اعلان له مخې، ملا هبت الله آخوند زاده طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د هغه له خوا اعلان شوې عمومي عفوې ته دې درناوی وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د مخکیني نظام کارکوونکو ته دې د پخوانیو جرمونو له امله سزا نه ورکول کېږي.

د هغه متن له مخې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپره کړې، ملاهبت الله ویلي چې ددې هېواد هر وګړی د قدر وړ دی او هغه قدر او عزت چې خلک یې لري، په بهر کې نشته او باید هېڅ افغان له هېواده بهر ولاړ نشي. هغه د طالبانو له مسوولینو، عالمانو، قومي مشران، والیانو او ولسوالانو غوښتي، هغه کسان چې غواړي له هېواده بهر شي قناعت ورکړي چې په افغانستان کې پاتې شي.

هغه له طالب چارواکو غوښتي چې د خلکو د امن وسیله شي او د دوی عزت خوندي کړي؛ ځکه ټول افغانان له دوی څخه تمه لري.

د طالبانو مشر د دې ډلې د داخلي اړیکو په اړه هم سپارښتنې کړې دي.

هغه د طالبانو غړو ته په خطاب کې ویلي چې په خپله مسوولیت ونه غواړي او که مشرانو مسوولیت وروسپاره، له امر څخه یې اطاعت او مسوولیت یې ترسره کړي.

ملاهبت الله خپلو کسانو ته حکم کړی چې د اصولو، کړنلارو او د مسوولیتونو د لایحې له مخې ورته سپارل شوي مسوولیتونه پرمخ بوځي او له خپلسرو کړنو دې ډډه وکړي.

هغه ویلي: «خپل مسوولیت داسې ترسره کړئ چې سبا په پرانیستو سترګو خلکو ته ولیدلای شئ، د مسوولیتونو د سم ترسره کولو په خاطر تل له علماوو سره مشوره کوئ.»

د طالبانو مشر ددې ډلې غړو ته سپارښتنه کړې چې ټول افغانان د وروڼو په شان وګڼي.

نوموړي همداراز تر خپل لاس لاندې کسانو څخه غوښتي چې هېڅکله پر خلک ظلم ونه کړي، خلک ونه وهي چې د ظلم پایله بده ده.

طالبانو ته سپارښتنه شوې، هغه اسباب چې خدای تعالی د دوی په واک کې ورکړی د ظلم او ځان د لوی ښودلو لپاره ترې کار وانه خلي او د مسوولیتونو په اجرا کې له عاجزۍ کار واخلئ.

د طالبانو مشر همداراز ټینګار کړی: «د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړئ او هر چا ته یې خپل حق ورکړئ. په مسوولیت کې زورواکي مه کوئ، د انډیوالۍ لحاظ مه کووئ او د ژبې او قوم پراساس چا ته دنده مه ورکوئ، بلکې د وړتیا له مخې دنده ورکړئ، د مشرانو درناوی وکړئ، له هغوی شکایت مه کوئ، عزت یې وکړئ او د مشرانو له اجازې پرته هېڅ کار مه کوئ.»

ملاهبت الله همداراز د طالبانو ترمنځ پر همغږۍ او همداراز د یو بل په چارو کې پر نه لاسوهنې ټینګار شوی دی.

د تلاشۍ، د شپې د ګزمو، د خلکو د امنیت د خوندیتوب پرمهال له غوره اخلاقو کار اخیستل د ملاهبت الله آخوند زاده نورې سپارښتنې دي.

هغه په پای کې ټینګار کړی چې طالبانو له لویې آزموینې سره مخ دي او له غړو یې غوښتي چې په آزموینه کې بریالي شي او له ټولو یې غوښتي: «راځئ ښه تاریخ جوړ کړو.»

دا سپارښتنې په داسې حال کې صادرې شوې چې د مخکیني حکومت د پوځیانو او ځینو ملکي کارکوونکو د ترور په دوام سره د طالبانو له خوا د عمومي عفوې موضوع له پوښتنو سره مخ شوې ده.

همداراز په ولایتونو کې ځینو طالبانو د امتیازاتو، امکاناتو او قدرت په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button