ملا یعقوب د جګړې د مشرۍ لپاره د بغلان اندراب ته تللی

۸صبح، بغلان: د بغلان له اندراب څخه سیمه ییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب د جګړې د مدیریت لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی دی.

دغه سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دا لوړپوړی چارواکی پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۳ په اندراب ولسوالۍ کې د دې ډلې په ځواکونو کې څرګند شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اندراب ته د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست له سفر سره سم، یو شمېر طالب جنګیالي هم د هوا له لارې دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له درېيو ورځو راهیسې د بغلان اندراب او خوست ولسوالیو ته د مقاومت جبهې ځواکونو د ځپلو لپاره سلګونه جنګیالي لېږلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button