والیانو ته د ملا هبت‌الله لارښوونه: کوم افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ هڅې کوي، ستونزې دې هوارې شي

۸صبح، کابل: د طالبانو عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد داسې لارښوونې خپرې کړي، چې هغې کې د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله والیانو ته د هغو کسانو په هکله چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ تکل لري، سپارښتې کړې دي.

دې لارښوونه کې د طالبانو رهبر له والیانو غوښتي، هغو کسانو سره چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ هڅې کوي، خبرې وکړي او ستونزې یې هوارې کړي.

ملا هبت‌الله دې لارښوونه کې ویلي، هغه افغانان چې د اقتصادي یا سیاسي ستونزو په پلمه د هېواد پرېښودو ته زړه ښه کوي او ځيني بیا له کم عمره ماشومانو او مېرمنو سره لویدیځو هېوادونو ته د تللو تکل لري، د بېلابېلو دلایلو له کبله له امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي.

د طالبانو د رهبر په خبره، مهاجرین د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کېږي، چې دا د هغوي د خپلوانو او عامو افغانانو د خپګان لامل ګرځي.

نوموړي ویلي، د ځينو مغرضو پروګرامونو له مخې د مهاجرینو عقاید، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کېږي.

د طالبانو د رهبر په خبره، دا مهاجرین د اوسېدو د جواز اخیستلو په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولو ته اړ کېږي.

د دې لارښوونې په یوې برخه کې راغلي: «د دې لپاره چې د ځينو کسانو مسلکي وړتیا د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لار کې ولګول شي، هلته په عادي او ان ځينو حقیرو چارو سرته رسولو کې مصرف کېږي.»

نوموړي له والیانو غوښتي، چې له اړوند مسوولانو او د علماوو په همکارۍ له هغو کسانو سره چې لویدیځو هېوادونو ته د تللو تکل لري، مخامخ وویني، د هغوي ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارې په پېدا کولو کې دې مرسته وکړي.

په پای کې د طالبانو رهبر ټينګار کړی، د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅې دې زیاتې شي، ترڅو چاته د وېرې خپرولو فرصت برابر نه شي او په ځانګړې توګه څوک د سوادګرو، کسبه‌کارو او کارپوهانو پر وړاندې خنډ رامنځته نه شي کړای.

د یادونې وړ ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو شمېر دولتي کارکوونکو او تحصیل کړیو کسانو هېواد پرېښود.

ورته لیکنې

Back to top button