مجاهد: د کابل په بګرامي کې مو په جوماتونو او خانقاوو کې د وروستیو بریدونو یو پلانوونکی وواژه

۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی، چې د هغې ډلې یو قوماندان چې د جوماتونو او د برېښنا ستنو په وروستیو چاودنو کې یې لاس درلود، وژلی دی.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د یوسف په نوم دغه قوماندان یکشنبه د غبرګولي پر ۲۲، د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د دغې ډلې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د مجاهد په وینا، دغه کس د هغې ډلې غړی و، چې په جوماتونو، خانقاوو او د برېښنا ستنو په چاودنو کې یې لاس درلود.

د مجاهد د خبرو پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د دې ډلې یو بل غړی محمد اغا نیول شوی دی.

پر جوماتونو او خانقاوو د وروستیو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی و.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبان تل په افغانستان کې د داعش شتون ردوي او ادعا کوي، چې دغې ډلې ته یې ماته ورکړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button