مجاهد: ښایي ملا هبت الله هم په کابل کې د دیني عالمانو په ناسته کې ګډون وکړي

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند وایي، چې ښایي د دغې ډلې مشر هم کابل کې د علماوو په غونډه کې ګډون وګړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د چنګاښ پر ۹، د دیني عالمانو د ناستې د لومړۍ ورځې په پای کې یوې خبري ناسته کې حاضر شو او ویې ویل، چې دغه ناسته د دیني علماوو د غوښتنې پر بنسټ جوړه شوې او د ناستې اجنډا هم په ګډونوالو پورې اړه لري.

هغه جوته کړه: «ښایي مولوي هبت الله هم په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون وکړي.»

خو مجاهد په دې ناسته کې د خپل مشر د ګډون کولو د کره وخت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د مجاهد په وینا، کابو ۱۲ زره طالب ځواکونه ګومارل شوي، تر څو د لویې جرګې په خیمه کې د دیني عالمانو د ناستې امنیت ټينګ کړي.

په لویه جرګه کې د طالب علماوو د ناستې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

د طالبانو ویاند همداراز وویل، چې هڅه کوي د دیني علماوو ټول نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې پلې کړي.

ورته لیکنې

Back to top button