د موبایل د مخترع سپارښتنه: مبایل مو څنګ ته کړئ او ژوند وکړئ

د ګرځنده تلیفون مخترع مارتین کوپِر هغو کسانو ته چې ډېر وخت د ګرځنده تلیفون پر کارولو تېروي، سپارښتنه کړې چې مبایل څنګ ته کړي او ژوند وکړي.

نوموړي په ۱۹۷۳ کال کې په لومړي ځل مبایل اختراع کړ. هغه له خپلې اختراع شاوخوا نیمه پېړۍ وروسته ویلي: «خلک باید له مبایل سره کم وخت تېر کړي.»

دغه ۹۳ کلن امریکايي انجینر له بي‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ورځې د وخت یوازې ۵ سلنه د مبایل پر کارولو لګوي.

په دې مرکه خبریال د هغو کسانو په اړه چې هر ورځ مبایل کاروي پوښتلي؛ نو مختر ع په ځواب کې ویلي، چې هغوی باید مبایلونه څنګ ته کړي او ژوند وکړي.

په دې مرکه کې چې کله کوربه وویل، پنځه ساعته وخت پر ګرځنده مبایل لګوي، کوپِر حیران شو او په موسکا یې ورته وویل: «ژوند وکړه.»

مارتین کوپِر امریکايي مخترع او د «هر کس، د اړیکې یوه شمېرې» د مفکورې بنسټ يې ايښی دی.

نوموړي له دې اختراع وړاندې ویلي و، چې مبایل باید نه یوازې یوه ځای، یوه مېز او یوه کور کې؛ بلکې د هر سړي په جېب کې وي.

Back to top button