میر رحمان رحماني د بین الپارلماني اتحادیې په ناسته کې: په افغانستان کې ډیموکراسي او بشري آزادي پای ته رسېدلې ده

۸صبح، کابل: د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني په اسپانیا کې د بین الپارلماني اتحادیې په ناسته «IPU» کې وویل چې ډیموکراسي او بشري آزادي په افغانستان کې پای ته رسېدلې ده.

هغه چې د دوشنبې په روځ، د لیندۍ په اتمه نېټه، په دې ناسته کې وینا وکړه، وویل چې د افغانستان خلک د بشري حقونو په پراخ توګه سرغړونې، د نجونو د زده کړو له مخنیوي او قحطۍ سره مخ دي.

رحماني په دې ناسته کې جوته کړه چې که د افغانستان وضعیت ته پام ونشي، د دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې، له دې جملې د افغانستان ولسي جرګه به له منځه ولاړه شي.

د ولسي جرګې مخکیني مشر ویلي چې اساسي قانون او نافذوه قوانین، تړونونه او نړیوال کنوانسیونونو او محکمې په افغانستان کې له منځه تللې او طالبان د خپلو شخصي پرېکړو او د خپلو مشرانو د ایډیولوژیکو آندونو پربنسټ عمل کوي.

همدارنګه رحماني ټینګار کوي چې د ولسي جرګې له منځه وړل، د قوو ترمنځ د توپیر د نشتون، د سرپرستې کابینې دوام، په ښکاره توګه جنسي، قومي او مذهبي دوه ګونی چلند او اطلاعاتو ته نه لاسرسي په افغانستان کې په روښانه توګه ښکاریږي.

د ولسي جرګې مخکیني مشر په دې ناسته کې وویل چې اوس هم د القاعدې او داعش په ګدون تر شلو ډېرې ترهګریزې ډلې، په افغانستان کې فعالې دي او د دې ډلو د ډېروالي خطر ورځ په ورځ زیاتیږي.

هغه د بین الپارلماني د نړیوالې اتحادیې په ناسته کې خبرداری ورکر چې د افغانستان پروړاندې د نړیوالې ټولنې بې پامې به نړۍ او سیمې ته خطرناکې پایلې ولري.

رحماني په دې ناسته کې ویلي چې طالبانو د ولسي جرګې غړو، امنیتي ځواکونو او د مخکیني حکومت د سیاسي مدیرانو د کور په کور څارنې څخه لاس نه دی اخیستی او د ده په ګډون یې د ولسي جرګې د غړو کورونه او شخصي موټر په خپل واک کې نیولې دي.

د ولسي جرګې مخکیني رییس له نړیوالې ټولنې او بین الپارلماني اتحاديې څخه غوښتي چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په بهیر کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډې مبارزې ساتنې لپاره، لاس په کار شي.

د مخکیني دولت دغه چارواکي همدارنګه په خپله وینا کې، د اقتصادي ستونزو پراختیا او د بې وزلۍ او لوږې د کچې لوړوالی د «اندېښنې وړ» بللی او ویلي یې دي چې افغانان ستونزمنې ورځې تېروي.

رحماني د ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل خواشینوونکې بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د دوو لسیزو لاسته راوړنې نباید له منځه ولاړې شي.

د بین الپارلماني اتحاديې ناسته هر کال د دې اتحادیې غړو هېوادونو کې ترسره کیږي چې د پارلمانونو د مشرانو سربېره، د دې قانون اېښودونکو بنسټونو یو شمېر غړي هم رابلل کیږي.

د بین الپارلماني ۱۴۳مه  ناسته سږ کال په داسې حال کې د نړۍ د ۱۱۷ هېوادونو د پارلمانونو د استازو په شتون سره د اسپانیا په کوربتوب ترسره شوه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ولسي جرګې برخلیک تراوسه نا روښانه دي.

د ویلو ده چې د طالبانو چارسمبالي حکومت تراوسه د ولسي جرګې د لغوه کولو په هکله خپل رسمي نظر نه دی وړاندې کړی.

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې یوه مشهور څېره ګڼل کېده چې د اشرف غني د حکومت په وروستیو ورځو کې یې د موقت حکومت له طرحې هرکلی کړي و.

Back to top button