د البانیا خاطرات؛ له یوه منزوي دولت څخه تر امن پناه ځایه

آلګ رسل البانیا ته ۳۰ کاله مخکې سفر کړی و او د افغان پناه غوښتونکو [تود هرکلي] وښوده، چې دغه هېواد د کمونیزم تر سقوط وروسته تر کومه حده پرمختګ کړی دی.

لیکوال: آلک رسل، د فایننشیل ټایمز مدیر مسوول

سرچینه: فایننشیل ټایمز

ژباړه: ۸صبح ورځپاڼه


الیاس نواندېش چې ۲۹ کلن دی او د افغانستان د یوې معتبرې ورځپاڼې د انلاین برخې مسوول، د داسې خبریال څېره لري، چې یو عمر يې په ناورین تېر کړی وي. په اګسټ کې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط مخکې «اطلاعات روز» ورځپاڼې په ویاړ هڅه کوله، د اشرف غني حکومت چې لوېدیځ يې ملاتړی و، ځواب ویلو ته اړ کړي. دغه حکومت خپل پېرېدونکي لرل، داسې خبریالان چې غیرمسلکي پوښتنې وپوښتي او د وزیرانو ملاتړ هم ورسره و.

اوس د دې ورځپاڼې همکاران دلته هلته کډوال شوي او نواندېش د دغې ورځپاڼې له ګوتشمېر همکارانو سره د البانیا د آدریاتیک سیند غاړې په هوټل کې اوسېږي. له هغه ځایه په زرګونه مایله لرې، چې ټاکل شوې وه پېښې يې راونغاړي.

کله چې البانیا له هغو افغان کډوالو سره چې امریکا کې يې پناه غوښته، د مرستې ټټر وواهه، د رافایلو هوټل د څو زره افغانانو کوربه توب ته وټاکل شو. دا هوټل د سیند پر غاړه اباد شوی دی. د نواندېش د خبرو پر مهال، لمر هم د آدریاتیک پر غرونو په ډوبېدو دی. د نور وروستۍ وړانګې د هوټل په انګړ کې پر هغه افغان ځوان چې لوبې کوي، لګېږي. په دغه نوي کور کې د ارامتیا او په اصلي کور کې د ناارامۍ پاراډاکس ترمنځ تصور څومره ژور دی، دا تصور ګران ښکارېږي.

ما ته هم ګرانه ده، چې د اوس او ۳۰ کاله مخکې په مارچ کې د وروستۍ لوبې ترمنځ یو ژور تضاد تصور کړم. البانیا د اروپا په ختیځ کې ناتوانه هېواد و. د البانیا ستالینیستي رژیم تازه له منځه تللی و او له ورانۍ سره يې مخ کړې وه. [هغه مهال البانیا ته] راغلی وم چې د بېوزلو کډوالو اوسېدونکو په اړه يې راپور جوړ کړم. اوس البانیا په الهام بښوونکي توګه بدله شوې او په یوه امن ځای اوښتې ده.

په ۱۹۹۲ کال کې د البانیا پلازمېنې تیرانیا انځور: ماشومان د پسونو ترمنځ پر شاړې ځمکې لوبې کوي/ کوربیس

اطلاعات روز ورځپاڼه د افغانستان د یوې بلې معتبرې ورځپانې ۸صبح د «هجرت کوونکو» خبریالانو په مرسته یوه ګډه خبرخونه جوړه کړې ده. دغه [خبرخونه] د رافایلو په یوبار مصرف کازینو کې جوړه شوې ده. پر دروازه يې د «بخت څرخ» سولېدلی تصویر راځوړند دی. د یوې لوګو په توګه مناسب ښکاري: د بخت څرخ، د تېر کال د اګسټ پر ۱۵ پر دغو خبریالانو بې رحمانه وڅرخېده. په دې توګه د هغوی کار روان دی. دواړه ورځپاڼې لا هم په کابل کې خپل خبریالان لري. سره له دې چې د دغو ورځپاڼو چاپ په اګسټ کې ودرېد؛ خو وېبسایټونه یې شپه ورځ نشرات لري.

د ۸صبح ورځپاڼې ۳۶ کلن مدیر مسوول مجیب مهرداد وايي: «موږ په افغانستان کې څېړنیز راپورونه پيل کړل، د حامد کرزي او اشرف غني د واکمنۍ پر مهال مو وزیران استعفاه ته اړ ایستل. موږ باور وړ پلټونکی رسنیز دود رامنځته کړ.»

مهرداد خبریال او شاعر دی. مهرداد هره ورځ له خپلو همکارانو سره په انلاین توګه خبري غونډه دایروي. هغه وايي: «کوویډ ۱۹ موږ لا چمتو کړو؛ خو دا ورځې د افغانستان رسنیو ته تعیینونکې دي. موږ تر فشار لاندې یو. طالبانو زموږ استازی په کابل کې ۹ ځلې احضار کړی دی. [طالبان] فکر کوي، چې موږ تبلیغاتي پروګرامونه مخکې بیایو. هغوی نه پوهېږي، چې له ډموکراتیکو ارزښتونو او بیان ازادۍ سره څنګه غاړه یوسي.»

په البانیا کې مېشت افغانان عموماً د مدني ټولنو غړي دي. دا تبعید شوي د پراخو سازمانونو له خوا، لکه د ډموکراسۍ ملي بنسټ، یلدا حکیم بنسټ، بي بي سي مجري او د جورج سوروس پرانیستې ټولنې له خوا يې ملاتړ کېږي. خو تر کومه؟ د امریکا د بروکراسۍ له کبله افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر پڅ شوی دی. مرستندوی هم وېرېږي، چې د میاشتو په اوښتو او نورو لومړیتوبونو ته په کتو به د کډوالو په اړه د امریکا ټولیز مسوولیت احساس پيکه شي. هغوی هم اندېښمن دي، چې دولت باید هغه کسان ومني، چې د اګسټ پر ۳۱، د امریکانو د وتلو وروستۍ نېټه، یا له دې نېټې څخه مخکې له افغانستان څخه وتلي دي.

د دغې میاشتې په لومړیو کې په شینجین کې افغان کډوال/ فلوریون ګوګا/ فایننشیل ټایمز

یو همغږی کوونکی وايي : «ښايي په پایله کې له ۲۰۰۰ داسې کډوالو سره مخامخ شو، چې د تګ ځای به ونه لري. په پيل کې هر څه ډېر نورمال ښکارېدل، هر چا غوښتل چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره د یوه کس ملاتړ وکړي. دغه کډوال په اوږده موده کې مالي ملاتړ، د خوړنیزو توکو تامین او روغتیايي خوندیتابه ته اړتیا لري او د مالي مرستو د راټولونې بهیر پای ته رسېږي. امریکا اخلاقي مسوولیت لري. دلته ټولو افغانانو له هغوی سره په پروژو کې مرسته کړې ده؛ ځکه چې امریکا هلته وه.»

درې دېرش کلنه زینب هاشمي کلاسیکي کېس لري. هغه د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانۍ مشاوره وه. مخکې يې د ښځينه پولیسو د ګومارنې چارې پر مخ بېولې. داسې چاره چې وېرېده د طالبانو تر بیرغ لاندې به له قربانۍ سره مخامخ شي. د هغې پلار د نومبر پر ۱۱ طالبانو ونیوه او کورنۍ يې لا نه پوهېږي، چې ژوندی دی که مړ. اوس هغوی په ناهیلۍ هڅه کوي، چې داسې اسناد ترلاسه کړي، چې په تبعید کې له هغې سره یوځای شي. هغه وايي، چې په کابل کې د پاسپورټ ریاست د لنډ وخت لپاره پرانیستل شو. پر دغه ریاست داسې ګڼه ګوڼه ورټوله شوه، چې طالبانو د خلکو د متفرق کولو لپاره برېښنايي وسیلې وکارولې.

له نواندېش څخه هم کورنۍ پاتې ده. هغه وايي، چې یو ورور یې په بامیانو کې د زارعت له پوهنځي په فارغېدو و. نواندېش زیاتوي: «په پوهنتون کې څه نه دي پاتې. هر څه له منځه تللي دي؛ اسناد او نور توکي ښايي د طالبانو له خوا ضبط شوي وي.» مشره خور يې په اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کوي: «هغه اوس په کور کې ده.»

دمګړۍ هغه د تیت پرک خبریالانو اندېښنو، د کورنۍ په هکله له اندېښنو غورځولی دی. طالبان په ورستیو کې د هغوی دفتر ته ورغلي وو او غوښتل وپوهېږي، چې ولې يې د حکومت په توګه نه مني. هغه په ویاړ زیاتوي: «موږ لا هم یوازې وایو: د طالبانو ډله».

کله چې تیرانا ته راځم، د خبریالانو پخوانی شعار «ورځنۍ معجزه» مې په ذهن کې تاوېږي. ما تل له دې شعار سره مینه کوله؛ خو استعماري معجزې لا هم شته او تر هغې وروسته واقعي معجزې هغه دي، چې د خبرونو د وړاندې کولو لپاره له فوق العاده چانسونو سرغړاوی وشي.

هغه سړی چې غوښتل يې افغانان ومني، د یوه لرګین مېز تر شا ناست دی. مېز په سلګونو قلمونو پوښل شوی دی. د دفتر دېوالونه یې د انتزاعي کارتونونو په طرحو سینګار شوي دي. د البانیا د رنسانس لومړی وزیر ادي راما د هنرونو یو پخوانی استاد دی او ان کله چې لومړی وزیر هم و، د خپلو اثارو نندارتونونه یې جوړول.

له هغه پوښتم چې ولې د ناټو په ناسته کې يې – د کابل تر سقوط څو میاشتې مخکې – له افغانانو سره د مرستې نیت وکړ؛ خو زما په دې وړاندیز چې یو ځانګړی کار یې کړی، لر ناراحته ښکارېږي.

هغه وايي: «ولې؟ موخه خلکو ته سرپناه ورکول نه دي. دا د دغو خلکو په اړه خاص دي، د افغانستان خلک او نه ټول يې؛ بلکې هغه کسان چې د افغانستان [په جوړولو] کې يې هڅې کړې وې.» هغه د ناټو په ناسته کې وویل، هغو افغانانو ته چې طالبان يې خیانت کوونکي ګڼي، باید په ښه توګه ورته پلان ونیول شي.

ادي راما، د البانیا لومړی وزیر، د کاري ميز تر شا چې په هنري وسایلو پوښل شوی دی.

هغه په ۱۹۹۹ کال کې د کوزوو جګړې په یادونې سره چې نیم میلیون وګړي یې البانیا ته وتښتېدل، وايي: «موږ هغه وخت دلته وو، زموږ لپاره جګړه، د نقفلیکس له قصاب رژيم څخه تېښته نه ده.» هغه تازه په پاریس کې د یوه هنرمند په توګه د مخ پر ودې ژوندانه په اړه هیله لرله چې د فرهنګ وزیر او د سیاست ډګر ته داخل شي.

هغه اوس د درېیم ځل لپاره ولسمشري تجربه کوي، د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې، کله چې البانیا د بې نظمۍ یوه سیمه وه، د بالکان په لوېدیځ کې د ثبات په غوټې بدله شوه. راما په وروستیو میاشتو کې په روښانه توګه له سیمې غوښتي، چې د روسیې او چین د اقداماتو پر وړاندې مقاومت وکړي. په بدل کې، هغه د الحاق یا یوځای کېدو په بهیر کې له بې پایه ځنډ سره سره، له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو پر لیدلوري باور لري.

هغه له روسیې او چین سره په کمونیستي پېر کې د البانیا ټولنو ته ضمني اشاره کوي او وايي: «موږ مخکې د مینې او ودونو ټولې کیسې بشپړې کړې دي. له دې امله، موږ د یوه نوي واده په لټه کې یوو.»

کله چې له هغه پوښتم، د هېواد د اداره کولو پر مهال څرنګه نقاشۍ ته وخت پیدا کوي، په لږ ځنډ سره ځواب راکوي او وايي: «وخت نه پيدا کوم، زه هېڅکله له هغه کاره جلا چې هره ورځ یې ترسره کوم او زما کار دی، پر دغه مېز انځورګري نه کوم، کله چې په نړیوالو ناستو کې یم، د ګډون پر مهال انځور کاږم. خلک ځینې وختونه داسې فکر کوي، چې غوږ ورته نه نیسم، یا له هغه څه سره چې وايي یې، علاقه نه لرم، خو دا سم اخذ نه دی. هغه کسان چې د ناستو پر مهال انځور کاږي، هم پر هغه څه چې په هکله یې بحث کېږي، لاز یات تمرکز لري او هم د هغه څه په اړه کم سترس یا اندېښنه لري چې بحث پرې کېږي.»

پوښتنه: که دې د قبر پر ډبره یوه کلمه ولیکل شي، غواړي چې نقاش ولیکل شي که لومړی وزیر؟

ځواب: «هغه په لومړیو وزیرانو کې تر ټولو غوره انځورګر او په نقاشانو کې تر ټولو غوره لومړی وزیر و.» وروستی ځل چې زه په البانیا کې وم، هر څه وو؛ خو له موټرو پرته. اوس د تیرانا روښانه رنګین مرکز د زمزمې په حال کې دی. په ۱۹۹۱ کال کې د کمونیزم د سقوط پر مهال، تیرانا کابو یو سل او اویا زره تنه وګړي لرل. اوس څه د پاسه نیم میلیون نفوس لري. د اریون ولیاج ښاروال مې د ښاروالۍ د بام سر ته بیايي او د سکندربېګ په مرکزي میدان کې هغو ونو ته اشاره کوي، چې د هغه په حکم کېنول شوې دي. هغه یې د یوه ایټالیایي شرکت له لارې د یوه لرلید په توګه د ښار د مډرن کولو لپاره کېنولې دي. تیرانا باید په تېرو درېیو لسیزو کې د اروپا تر ټولو جادويي ښار وي. ښاروال تاسف څرګندوي: «موږ د کمونیزم او له هغې وروسته د پانګه وال نظام پر مهال ډېر وخت بې ځایه تېر کړی دی.»

د تیرانا هرم چې د پخواني دیکتاتور انور خوجه په یاد جوړ شوی و، ټاکل شوې د ځوانانو لپاره په روزنیز مرکز بدل شي/ د فرانسې خبري اژانس

البانیا هېواد د وروستي ځل لپاره په ۱۹۹۷ کال کې له کړکېچ سره مخ شوی و؛ کله چې هرمي شرکتونه اقتصادي پاشلتیا او کورنۍ جګړې ته نږدې شول. اوس په خبرونو کې یوازینی هرم، هغه ودانۍ ده چې د تیرانا د هرم په نامه مشهور ده. د دغې ودانۍ کار د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د توتالیتر مشر انور خوجه لپاره چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو بیا په ۱۹۸۵ کال کې یې د هغه تر مړینې حکومت وکړ، د نمایشي موزیم په توګه بشپړ شو. له ورانېدو وروسته، دا ودانۍ د ځوانانو لپاره د ډیجیټلي زده کړو په یوه مرکز بدل شوې ده؛ د ۲۰۲۲ کال لپاره د ځوانانو د پلازمیني په توګه د تیرانا له رول سره هممهاله یوازې، څو واټونه لرې د پاڼو د کور په نوم لویه حویلۍ موقعیت لري. دا حویلۍ په تیرانا ښار کې د ښځو او زېږون لومړنی خصوصي مرکز، وروسته ګشتاپو او بیا د کمونیستو پټو پولیسو د پلټنې مرکز و. څه د پاسه د پنځو زرو پېژندل شویو قربانیانو نومونه پر یوه دېوال لیکل شوي دي. هره کوټه یې له څارونکو وسایلو ډکه ده، په ډاډ سره د پارانویېد لپاره د سړې جګړې حالت. وروسته تلخونې ته ورځو، تر څو په هغو تونلونو کې چې د اټومي برید په صورت کې د هوجا د چارواکو لپاره جوړ شوي وو، په هماغه کچه په زړه پورې ګرځېدل ولرو.

ښاروال وايي: «دا د اروپا پیونګ یانګ و. ځینې بدلونونه ډېر چټک وي، زما لپاره ډېر پڅ او په ځنډ دي.»

د البانیا ستراتیژیستان اندېښمن دي چې د کوویډ په بهیر کې، لوېدیځ مشران، لوېدیځ بالکان ته کافي پاملرنه نه لري. په شمال کې، بوسنیا په وروستیو ۲۵ کلونو کې له تر ټولو جدي سیاسي ناورین سره مخ ده؛ خو له پاملرنې بهر، البانیا، له خپلو ستونزو سره سره، په بنسټیزه توګه د پرمختګ لپاره ځان چمتو کړی او دا د افغان کډوالو خبریالانو د سرښندنې په اندازه حیرانوونکې ده.

ورته لیکنې

Back to top button