مدودف د نړۍ لومړۍ شمېره ټېنس لوبغاړی شو

روسی ډانیل مدودف د دویم ځل لپاره د نړۍ د لومړۍ شمېرې ټېنس لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

په دغه نوملړ کې چې دوشنبه د جون پر ۱۳ د مسلکي ټېنس ټولنې له خوا خپور شوی، جرمني الکساندر زورف دویم او صربستاني نواک جوکوویچ درېیم مقام خپل کړ.

د اوپن فرانسې سیالیو اتل رفایل ناډال په دغه نوملړ کې څلورم شوی او د اوپن پاس سیالیو دویم مقام ګټونکی انډي موردي په نړۍ کې ۴۷ مقام ته رسېدلی.

شپږویشت کلن مدودف خپل لومړنی اصلي مقام تېر کال د امریکا په ازادو سیالیو کې ترلاسه کړ او د ۲۰۲۲ کال د اوپن استرالیا سیالیو پایلوبې ته ورسېد. هغه تر اوسه په ۲۰۲۲ کال کې نه دی بریالی شوی چې د اتلولۍ مقام وګټي.

دغه روسی ټېنس لوبغاړی داسې حال کې د ټېنس د لومړۍ شمېرې کس په توګه پېژندل کېږي چې د روسیې پر ورزشکارانو د تحریمونو له امله هغه د ویمبلډون په سیالیو کې د ګډون حق نه لري.

تر دې مخکې نواک جوکوویچ په نړۍ کې د ټېنس د لومړی لوبغاړي په توګه پېژندل کېده.

ورته لیکنې

Back to top button