تېر وخت ته کتنه؛ د سقوط لاملونه

لیکوال: حبیب حمیدزاده

د بُن له ناستې وروسته سیاسي نظام چې له کلونو جګړو او کورنیو نښتو وروسته رامنځته شوی و، د افغانستان د نورو سیاسي نظامونو په شان د ټوپک په زور سقوط شو. امریکا پرته له هېڅ یوې ژمنې او موخې چې شل کاله مخکې یې کړې وې، لکه ډېموکراسي، د ښځو حقونه او د طالبانو له منځه وړل، له افغانستانه ووتل. د یوې ډېموکراتیکې، آزادې، له توپیر او بې عدالتۍ پرته ټولنې د لرلو لپاره د افغانستان د نوي نسل د شلو کلونو هڅو په پایله کې، دا دي یو ځل بیا له ناهیلۍ سره مخامخ شوی دی. په تېره یوه پېړۍ کې دا د افغانستان اتم اساسي قانون دی چې له وسله وال مخالفت او جګړې سره مخ او لغوه کېږي.

د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته، د سیاست ډګر شنوونکي، د جمهوري نظام نړیوال ملاتړي، قومونه او د نظام او حکومت منتقدین، د سقوط ټول مسوولیت د محمد اشرف غني او د هغه پر ټیم اچوي؛ خو که دغې موضوع ته په بې پرې توګه وکتل شي، د جمهوریت په مشرتابه کې د هغه او د نوموړي د ټیم حضور د هر څه د له منځه تلو لامل وو، نه ټول عوامل. د یوه وګړي په توګه چې په افغاني ټولنه کې مې ژوند کړی، لاندې لاملونه د نظام د سقوط لامل بلل کېږي:

د افغانستان جغرافیايي ځانګړتیا

له ۱۸۸۰، یعنې د افغانستان له تاسیس راهیسې، د افغانستان نور دولتونه او واکمنان د محمد اشرف غني په شان له مخالفت سره مخامخ شوي دي. د افغانستان په پاچاهانو او واکمنانو کې، د امیر عبدالرحمان خان زوی حبیب الله، حبیب الله کلکاني، نادرخان، سردار محمد داوود، نورمحمد تره کی، حفیظ الله امین، ډاکتر نجیب الله او برهان الدین رباني خونړی برخلیک درلود. امان الله خان او اشرف غني له هېواده په تېښته بریالي شول. محمد ظاهر شاه د رژيم د بدلون پرمهال له هېواده بهر و او له همدې امله یې برخلیک د پخوانیو او راتلونکو په شان و. په دې لړ کې یوازې ببرک کارمل او صبغت الله مجددي په طبیعي مرګ له نړۍ تللي دي. نه پوهېږو چې تاریخ به د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي لپاره چې تراوسه ژوندی دی څه برخلیک ولیکي.

له دې امله، د افغانستان جغرافیه د خپلو واکمنو لپاره یو ناوړه سیاسي واحد و. افغانستان تل بلوا جوړوونکی او د بلوا د جنګیالیو روزونکی دی. د افغانستان تاریخ، د جګړې او قومي بلواوو تاریخ دی. له همدې امله، د جمهوریت سقوط د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان له تاریخ سره بلد دي، ډېر عجیب او د نه اټکل وړ نه و؛ ځکه له جمهوریت مخکې، د بریتانیا ملاتړي امیران (عبدالرحمان خان او زوی یې) مستبد سلطنتونه د (یحیی کورنۍ)، د سردار محمد داوود خان جمهوریت، د شوروي په ملاتړ سوسیالیستان (د خلق دېموکراتیک ګوند)، د مجاهدینو حکومت، د پاکستان او عربي هېوادونو له خوا ملاتړ کوونکي اسلام پال (طالبان) او د امریکا په ملاتړ دیموکراتیک نظام (د کرزي او غني حکومت) له وسله وال مخالفت سره مخامخ شول او د ټوپک په زور پرځول شوي دي. توماس بارفیلډ افغانستان د ابدي بلوا ټاټوبی یاد کړی دی. یوه افغان لیکوال هغه د «دښمنو قبایلو وطن» او له «بېلابېلو ملیتونو» جوړ هېواد بللی چې هېڅکله سره وروڼه او د یو بل ترڅنګ نه وو.

متمرکز نظام

هغه سیاسي نظام چې د درېيمې زریزې په پیل کې رامنځته شوی، په بیړه او ټولو اړخونو او اړتیاوو ته یې له پامه پرته په افغانستان کې جوړ شو. د شمال جبهې مجاهدینو په اوږده او سخته جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې وې او په دې لاره کې د دوی مشهور قوماندان احمد شاه مسعود ترور شوی و. د همدې لپاره د شمال جبهې د مشرانو او قوماندانانو، د جګړې پای او له هغې مهمه د لوړو دولتي دندو او امتیاز اخیستل و، نه د افغانستان د تاریخي او قومي ځانګړتیا پر بنسټ د یوه پیاوړي سیاسي نظام جوړول. د سیاسي نظام څرنګوالی د دوی لپاره ارزښت نه درلود. آن ویلای شو چې دوی نه پوهېدل چې څه ډول نظام د افغانستان د چارو د مدیریت لپاره مناسب دی. د نظام د لرلو په اړه د دوی پوهه او نظر، د پوځ او وزارتونو جوړول او د وزارتونو او نورو مهمو دولتي چوکیو ترلاسه کول وو. د مقاومت جبهې قوماندانانو په کابل کې د اسلامي دولت (برهان الدین رباني) د مشرۍ په څنډې ته کولو، د بُن په ناسته کې هغه څه تایید کړل کورنیو سیاسي سیالانو او امریکايي ديپلوماتانو له هغې ډلې خلیلزاد ویل.

د شمال جبهې او په هغه وخت کې د سیاسي لوریو بله ستونزه، له طالبانو ډلې یعنې په هغه وخت کې د افغانستان په مسایلو کې له یوه ښکېل لوري سره خبرې نه کول وو. ښايي دا احتمال به موجود و چې طالبانو ډله په واک کې په شریکېدو سره له جګړې لاس واخلي او دا ډول یې له پاکستان سره رابطه پرې شي. له دې امله، د نظام او وروستي جمهوريت د اساسي قانون بنسټ له هماغه لومړیو کوږ کېښودل شو او دا نظم او اساسي قانون د افغانستان په شان ګڼ ملیته او ګڼ مذهبه هېواد لپاره مناسب نه و. ویلای شو چې آن که طالبانو وسله واله جګړه نه کولای، بیا هم له بُن وروسته سیاسي نظام له ماتې سره مخ و؛ ځکه د افغانستان د تېرو شلو کلونو کړکېچ یو اړخیز (د بېلګې په توګه د طالبانو جنګ) نه و. د افغانستان اصلي ستونزه ددې ټاټوبي په ټولو دورو او تېرو شلو کلونو کې د ملي مسایلو د عادلانه او دیموکراتیک نه حل کېدل وو او اوس هم همدا ستونزه موجوده ده. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو په ټاکنو کې پراخې درغلۍ چې د افغانستان زیات شمېر وګړي یې له نظامه خفه او مخ اړولو ته اړ کړل ددې بحران بېلګه وه.

امریکا چې په افغانستان کې یې ترټولو اوږده جګړه تجربه کړه، یو تریلیون ډالره یې ولګول او په زرګونه سرتېري یې مړه او ټپیان شول. امریکا هېڅکله د افغانستان پر حکومتونو او چارواکو جدي فشار را نه وړ او له هغوی یې حساب وا نه خیسته. امریکا یا ددغه ډول له درغلیو ډکو ټاکنو کتونکې وه او یا یې ملاتړې. امریکا له هماغه پیله د یوه حکومت او دیموکراتیک نظام د جوړولو او یا ملاتړ په لټه کې نه وه. له همدې امله په تېرو شلو کلونو کې فاسدو او د ډیموکراسۍ پر ارزښتونو بې باوره ځواکونو، د افغانستان سیاسي بنسټونه اشغال کړي وو. دغو ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې یوازې عیش او عشرت او د خپلو شتمنیو په ډېرولو فکر کاوه. د امریکا متحد ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې د لوړپوړو ودانیو په جوړولو او مزو چړچو او د خلکو په ځورولو بوخت وو. د کابل او د افغانستان د نورو لویو ښارونو اوږې د هغو واکمنو تر فشار، فساد، ظلم او توپیري چلندونو لاندې راماتې شوې وې.

د دوحې موافقه

د امریکا په کانګرس کې د دغه هېواد د دفاع د وزیر او لوی درستیز د څرګندونو له مخې، د افغانستان د حکومت او نظام د ړنګېدو لامل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه وه. که څه هم افغانستان په تېرو وختونو کې د دا ډول موافقې ترخه تجربه لرله او روڼ اندو، خبریالانو او سیاسي شنوونکو امریکا ته د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و، خو امریکا دغو اعتراضونو او خبرداریو ته له پامه پرته، د افغان حکومت په څنډې ته کولو، له طالبانو ډلې سره مذاکرات او هوکړه لاسلیک کړه. دې کار طالبانو ډلې ته داخلي، سیمه ییز او نړیوال مشروعیت ورپه برخه کړ. له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیلېدو وروسته، ایران، روسیه، چین، ازبکستان او نور هېوادونه د طالبانو کوربانه وو. امریکا د طالبانو مقام د حکومت په کچه لوړ کړ.

له بلې خوا، داسې ښکاري چې له همدې امله اشرف غني او د هغه کوچنۍ کړۍ د امریکا د غوښتنې پرخلاف، د طالبانو له یوې برخې او پاکستان سره پټې ناستې او مذاکرات وکړل؛ ځکه د طالبانو مشران چې په دوحه کې یې د افغان دولت له استازو سره د مذاکراتو لپاره حضور درلود، د نظام د ړنګېدو په تمه وو. د دوی د څرګندونو پربنسټ، دوی نه غوښتل بدلون د بشپړ ړنګېدو په توګه وي؛ خو غني او د هغه کوچنۍ کړۍ کابل په همغږۍ سره حقاني ډلې ته تسلیم کړ. دا هغه څه وو چې امریکا او د افغانستان ټول مترقي وګړي یې حیران کړل.

د پوځ ناسم جوړښت

د اشرف غني د مالیې د وروستي سرپرست وزیر خالد پاینده په وینا او د «پاکستان د پاڼو» له مخې چې څو کاله مخکې واشنګټن پوست خپرې کړې، ویلای شو، هغه څه چې امریکا او کورنیو متحدینو یې د افغانستان د پوځ په اړه ویل، په بشپړه توګه دروغ وو. د افغانستان پوځ چې په بیړه دړې وړې شو واقعي نه و. د خالد پاینده د څرګندونو له مخې ښايي افغانستان ۴۰ تر ۵۰ زره کسیز پوځ درلود چې د حکومت لوړپوړو چارواکو په دروغو هغه خلکو ته ۳۰۰ زره تنه اعلان کړی و. ددغه کوچني پوځ زیات شمېر قوماندانان د خپلو سرتېرو له ډوډۍ په غلا او له هېواده بهر په سفرونو او چکرونو بوخت وو. زیات شمېر جنګي ځواکونه هم د پیسو په بدل کې جنګېدل. پوځ هېڅ د ملي روحیې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا نظریه نه لرله. له همدې امله، ټول هېواد په یوه اونۍ کې د طالبانو لاس ته ورغی او په درغلۍ، خلکو ته په دوکې ورکولو او فساد تورن ولسمشر له هېواده پښې سپکې کړې او له تېښتې څو ورځې وروسته یې په ډېره آسانۍ وویل چې د تښېتې موخه مې د وینو توېیدلو مخنیوی و (ښايي موخه یې د خپل ځان د وینو توېیدو مخنیوی و.)

تر ټولو بد او وژونکی فساد د امنیتي ځواکونو په برخه کې و. بې وزله وګړي به د معاش لپاره د پوځ لیکو ته ورتلل. دوی به یې هلمند او نورو لیرې پرتو او ناامنه ولایتونو ته د څه د پاسه دوو کلونو لپاره له کوم بدلون پرته لېږل؛ خو هغه ځواکونه چې وسله به یې لرله او له حکومتي چارواکو سره به یې اړیکې لرلې، په کابل کې دندې ترسره کولې. د هغو بې وزله سرتېرو د ډوډۍ پیسې به غلا کېدې. آن د دوی د اکرامیه پیسې به هم د هغوی کورنیو ته نه رسېدې. له همدې امله زیات شمېر پوځیانو د خپلو مشرانو فساد او توپیري چلند لیده او له معاش پرته به یې د جګړې لپاره کوم دلیل نه درلود.

تبعیض او فساد

قومي تبعیض له حکومت او جمهوریت څخه د خلکو د واټن اخیستو یو لامل و. دا توپير د اشرف غني د حکومت پرمهال پراخ او په یو ډول رسمي شوی و. غني پاتې ملي باور له منځه یووړ. په نظام او ډېری سیاسي بنسټونو کې توپیري چلند واکمن و. د سیاسي بنسټونو، وزاتونو او آن علمي ادارو کې د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ کسان مقررېدل. تخصص او وړتیا هغه څه وو چې د وطن دوستۍ او ډیموکراسۍ ادعا کوونکو ورته پام نه کاوه. وزارتونه د مسوولینو مخینې او تخصص ته له پامه پرته د قومونو ترمنځ وېشل کېدل. هغه بنسټونه چې د وزارتونو او نورو لویو بنسټونو په چوکاټ کې یې فعالیت درلود، هغه هم د وزیرانو، د پوځي چارواکو او په واک کې د شریکانو د خپلوانو لخوا اشغال شوي وو او په دې توګه د چور او ناقانونه کارونو لپاره یې کوم خنډ نه لیده.

د امریکا د سیمه ییزو سیالانو لاسوهنې

د نظام د پاشل کېدو اصلي ملاتړې امریکا وه. امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پیسې، وسلې، وسایل او د پوځیانو وینه ورکړه. د بایډن د بیانیو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې امریکا په افغانستان کې یو تریلیون ډالر د افغانستان د سلګونه زره امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سمبالولو او روزنه لګولي دي. د وتلو او د کابل تر تخلیې پورې د افغانستان په جګړه کې کابو دوه زره او ۴۴۸ امریکايان ووژل شول او کابو شل زره او ۷۲۲ نور ټپيان شول.

امریکا د نورو زبرځواکونو او امپراتوریو په شان د افغانانو له جګړې او د بهرنیو هېوادونو له مزاحمتونو سره مخ شوه. پاکستان چې له شوروي سره د مجاهدینو په جګړه کې یې د شوروي او د هغوي د ملاتړي دولت په وړاندې د مخالفینو د پوځي روزنې زمینه برابره کړې وه، په افغانستان کې د امریکا د حضور په دوره کې اصلي ستونزه وه. پاکستان د اتیایمې میلادي لسیزې په شان په خپل ټول توان سره د افغان دولت له مخالفینو (طالبانو) د امریکا د ملاتړي دولت د سقوط لپاره ملاتړ کاوه. د دولت مخالفو وسله والو ته پناه ورکول، د امریکا له حکومت سره چل ول او له طالبانو سره هراړخیزې مرستې هغه څه وو چې په افغانستان کې د امریکا او د هغې د ملاتړي دولت په ماته کې یې اساسي رول درلود. طالبانو په تېرو شلو کلونو کې یوازې پاکستان له ځان سره نه درلود؛ چین، روسیه او ایران هم د امریکا سیمه ییز سیالان وو او په تېرو شلو کلونو کې یې د طالبانو ډلې په پیاوړي کولو او لویولو کې هېڅ راز هڅې ونه سپمولې.

د واقعي روڼ اندو د پام وړ دولت نه شتون

افغانستان لږ له واقعي او ژمنو روڼ اندو برخمن شوی دی. یو شمېر واقعي روڼ اندو او مبارزینو چې په تېرو شلو کلونو کې یې تر آخره نظام څارلی او د قدرت په وړاندې درېدلي وي، د ګوتو په شمېر وو. ډېری دا ډول وګړي په دې لټه کې وو چې د قدرت دستګاه ته ورنږدې شي. حکومتي مقام ته په رسېدو سره یې د حکومت له فساد او توپيري چلندونو سترګې پټولې او پر حکومت د نیوکه کوونکو پرخلاف به یې خبرې کولې. د افغانستان د روڼ اندو ټولنه په تېرو شلو کلونو کې په دې بریالۍ نه شوه لکه څنګه چې د یوه ولس او هېواد لپاره لازمه ده، د اغېزناک او تلپاتې فلم متن تولید او وپنځوي. پوهنتونونه مو له نالوستو استادانو ډک وو چې د خپلوانو په واسطه ګمارل شوي وو. په پوهنتونونو کې استادانو او زده کړیالانو مقالې او کتابونه نه تولیدول. په دې توګه چې له نوي سلنه زیات محصلین له کوم بدلون پرته فارغېدل او یو شمېر به یې د داعش او طالبانو له لیکو سره یو ځای کېدل. په افغاني ټولنه کې د ملا حضور او اغېز د روڼ اندو په پرتله زیات و. د افغانستان روڼ اندې ټولنه ونه توانېده چې له ښارونو نورو سیمو ته د خلکو منځ ته ورشي او آن په لویو ښارونو کې یې هم دومره مخاطبین او اورېدونکي نه لرل. طالبانو د افغانستان په ډېری سیمو کې خواخوږي او پلویان لرل.

ډیموکراسي، بشري حقونه، د ښځو او نارینه وو برابري او د بیان آزادي هغه ارزښتونه وو چې د افغانستان لپاره یې تبلیغ کول د بهرنیانو له خوا فرمایش ورکول کېده. ډېری تبلیغ کوونکو د شتمنۍ او قدرت د خاوندانو (بهرنیو ځواکونو) د رضایت لپاره تبلیغ او ستاینه کوله. ددغو ارزښتونو تبلیغ کوونکو، دوی خپل کور ته نه پرېښودل او خپلې کورنۍ به یې له دوی سره مخامخ کېدو ته نه پرېښودلې.

واقعي ډیموکراسي او مدني ټولنه آن په لویو ښارونو کې هم سم نه وو واکمن شوي، یوازې د ټولنې کوچنۍ برخې او مطبوعاتو د هغې لپاره تبلیغ کاوه. دا ارزښتونه یوازې د لږ شمېر وګړو او مطبوعاتو له خوا بیانېدل خو ولسي او عام نه شول. نه یوازې دا کار ونه شو، چې خلک یې په ښکاره په وړاندې ودرېدل او په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې به د خلکو په ټول کې په اړه خبرې کول ناشوني و. بهرنیو ځواکونو پر ډیموکراسۍ او ډیموکراتيکې ټولنې یو شمېر بې باوره وګړو ته په کابل کې یو کاذب چاپېریال رامنځته کړ او په عمل او اصل کې داسې څه نه لیدل کېدل. له دغو ارزښتونو سره د حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو د چلند له امله، د ډیموکراسۍ غوښتنې بهیر دومره کمزوری و چې د طالبانو په وړاندې یې مقابله نشوای کولای.

د ډیموکراسي اصلي ترپښو لاندې کوونکي، حکومتي تبلیغ کوونکي وو. له ډیموکراسۍ اصلي سرغړوونکي د هغې ملاتړي او پرې نیوکه کوونکي وو. په ټاکنو کې پراخه او له شرمه ډکه درغلي او په زرګونه نورو سرغړونو، له ډیموکراسۍ فاسده، ناکاره او د نه زغم وړ څېره وړاندې کړه. له همدې امله، د ډیموکراتیک نظام ماته او پاشل کېدل د افغانستان د عامو وګړو لپاره د خواشینۍ وړ نه وو. قومي مشرانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې پیسې او شتمنۍ پيدا کړې او له مزو چړچو پرته یې بل کار نه درلود، اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د دوی ښکلې ماڼۍ د طالبانو پوځي مرکزونه دي. که دوی شرم او وجدان ولري، باید له شرمه اوبه شي.

پایله

افغاني ټولنه یوه لنډمهاله او بې ثباته ټولنه ده. د افغانستان تاریخ شاهدي ورکوي چې په هېواد کې ټول مخالفتونه او وسله وال پاڅونونه بریالي شوي دي. که د طالبانو انتخاب د پراخ ملي دولت جوړولو پر ځای، د انحصار په پایله کې د یوه قوم دولت جوړول وي (چې اوس همداسې ده) له بل مخالفت سره به مخ شي چې په ډېرو دلایلو سره ویلای شو چې هغه به هم ښایي بریالی شی.

د یوه واقعي ډیموکراتیک حکومت او تر ټولو مهمه دا چې د داسې جوړښت چې د افغانستان ټول قومونه په خپلو سیمو کې د خپل برخلیک د ټاکلو مسوول وي د نه رامنځته کېدو په صورت کې، شونې نه ده چې په افغانستان کې بلوا او وسله وال پاڅونونه پای ته ورسېږي. په زور سره ښایي یوه لسیزه یا له هغې زیات یوه ټولنه کنټرول او مدیریت کړي، خو بالاخره به واکمن وضعیت د ټولنې له مخالفت سره مخاخ شي او وبه پاشل شي. ددغې ادعا واقعي بېلګه د افغانستان تاریخ دی. د تېرو نظامونو د بې ثباتۍ او نه دوام لامل د ملي مسایلو نه اوارول دي. د افغانستان په چارو کې بهرنۍ لاسوهنې د افغانستان د نه یووالي او نه یو موټي توب له کبله دي. افغانستان د یووالي په لور تلای شي، خو په دې شرط چې سیاسي نظام د تاریخي او قومي ځانګړتیاوو پربنسټ رامنځته شي.

ورته لیکنې

Back to top button