د ازادۍ جبهې ادعا: پر بګرام هوايي ډګر راکټي برید کې مو ۶ طالبان ووژل

۸صبح، پروان: ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د پروان پر بګرام هوايي ډګر يې راکټونه ور ویشتي او ۶ طالبان يې پکې وژلي دي.

دې جبهې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې دا بریدونه يې دوشنبه شپه د چنګاښ پر ۱۴ د شپې پر ۱:۰۰ بجه کړي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، په دغه برید کې ۶ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. په خپرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې د طالبانو یو رنجر موټر هم لګېدلی دی.

د سیمې اوسېدونکي هم په بګرام کې راکټي بریدونه تاییدوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې په پروان او کاپیسا کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button