وروستۍ سیالي؛ افغانستان د کمبوجیا پر وړاندې

۸صبح، کابل: د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په وروستۍ لوبه کې دا ځل افغانستان د کمبوجیا پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه به نن مازدیګر سه شنبه د غبرګولي پر ۲۴ په هند کې وشي.

د هېواد فوټبال لوبډلې په تېرو دوو سیالیو کې د هانګ کانګ او هند پر وړاندې په ورته ۱-۲ پایلې سره ماته وخوړه.

دا د اسیا ملتونو جام ته د لارموندنې په وروستۍ لوبه کې د انوش دستګیر د شاګردانو سیالي ده.

Back to top button