د ملکیانو وژنه؛ په تېرو دوو اوونیو کې ۵۷ کسان وژل شوي

علي حمیدي

له کوچني اختر وروسته په دوو اوونیو کې په اندراب، تخار او پنجشېر کې د مقاومت جبهې د بریدونو له زیاتوالي سره هممهاله د دغو سیمو د اوسېدونکو د وژنو، ربړونو او نیولو په تړاو هم راپورونه ورکړل شوي دي. په پنجشېر، اندراب او تخار کې د ملکي وګړو د ځورونې، شکنجه کولو او وژنې ګڼې ویډیوګانې او انځورونه هم راوتلي دي. ۸صبح په ورځپاڼې دې موده کې په ډزو د وژل شویو کسانو شمېرې ثبت او راپور کړې دي. د یوې اجمالي ارزونې له مخې، د هېواد په څو ولایتونو کې په تېرو دوو اوونیو کې نږدې ۵۷ کسان په ډزو وژل شوي دي. پر ډزو د دغو کسانو لومړی درجه تورن طالب پوځيان ښوول شوی دي. پر رسنیو د سانسور او محدودیتونو له کبله ښايي دا شمېر واقعي نه وي. په ډزو د کسانو د ویشتلو ډېره شمېره په بغلان، پنجشېر او تخار کې ثبت شوې ده، چې ملکیان، مېرمنې، ماشومان، زده‌کوونکي، محصلان، بزګر، پخواني پوځيان او د مقاومت جبهې غړي پکې راځي.

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې طالبانو ته د جګړې په ډګر کې له درنې مرګژوبلې اوښتو وروسته ملکي وګړي یرغمل کړي او ډزې یې پرې کړې دي. ورته مهال بیا طالبان په هېواد کې جبهه يي جګړه ردوي.

پنجشېر

ځايي سرچینو د غويي پر ۱۸ د طالبانو له لوري د دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو لومړی دا دوه ماشومان «ځورولي» او وروسته یې په مرمیو ویشتي. دا دوه زلموټي د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو درې له اوسېدونکو سره یوځای نیول شوي و؛ خو طالبانو د دغو کسانو مړي خلکو ته ونه سپارل. له اختر وروسته مقاومت جبهې پر عبدالله خېلو درې درانه بریدونه پیل کړي وو او ادعا یې وکړه، چې طالبانو ته یې «درانه تلفات» اړولي. همدا مهال یو نوملړ هم خپور شو، چې ښکارېدل طالبانو د دغې درې نهه اوسېدونکي وژلي. په دغو کسانو تور و، چې له مقاومت جبهې سره یې اړیکې لرلې؛ خو ځايي سرچینو ویلي، چې دا بې پرې کسان و.

د پنجشېر دره ولسوالۍ د تنخوي کلي کې د پخواني حکومت د یو پوځي په مرمیو د ویشتلو خبر هم ورکړل شوی و. دا پېښه د غويي پر ۲۰ شوې ده. وژل شوی کس جمشېد نومېده او د ولسي سرچینو په خبره، طالبانو له کوره ایستلی او په مرمیو یې ویشتلی. پر جمشېد له مقاومت جبهې سره د اړیکې تور و.

د غويي پر ۲۵ د پریان ولسوالۍ د شالکچه کلي څخه خبر ورکړل شو، طالبانو دوه وروڼه چې په کرونده کې بوخت وو، ډزې کړې چې له کبله یې یو ورور وژل شوی او بل یې ټپي شوی و. وژل شوی کس هدایت‌الله نومېده.

د دره ولسوالۍ له عبدالله خېلو کلي څخه د غويي پر ۱۸ خبر ورکړل شو، چې طالبانو د یوې مېرمنې په ګډون اته تنه په ډزو وژلي. د قربانیانو نومونه ملا فقیر، ګل‌محمد، د ګل‌محمد مېرمن، سمیع، جلیل احمد، سعدالدین، ګل‌زمان، خالد او عبدالرووف ښوول شوي دي. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو له مقاومت جبهې سره تر ماتې وروسته دا کسان نیولي وو.

له پنجشېر څخه د یوې بلې وژنې خبر هم ورکړل شوی، چې ویل کېږي طالبانو یو کس په چاړه وژلی دی. څنګه چې ځايي سرچینې وايي، طالبانو دا سړی د خپلې مېرمنې په مخکې وژلی. دا پېښه د غويي پر ۱۸ غرمه مهال د پنجشېر درې ولسوالۍ کې شوې ده. وژل شوی کس «عبدالخالد» یاد شوی او ویل کېږي، چې له مخالفو ډلو سره یې اړیکه نه لرله.

تخار

د هېواد شمال‌ختیځ تخار هغه ولایت دی، چې له اختر وروسته د مقاومت جبهې د ډېرو پوځي تحرکاتو راپور ورکړل شوی دی. په دغه ولایت کې د نږدې ۱۳ کسانو د وژنې خبر ورکړل شوی دی. په یوې پېښه کې طالبانو یو پخوانی پولیس او درې ملکیان په مرمیو ویشتلي دي. دا پېښه د غويي پر ۲۱ ثبت شوې او د ولسي سرچینو د روایت له مخې، ‌‌طالبانو دا پخوانی پولیس چې دین‌محمد نومېده د تالقان ښار د کلفګانيانو په کوڅه کې په ډزو وژلی دی. نوموړی د پخواني دولت له پرځېدو وروسته شخصي کاروبار کاوه و او سرچینو ویلي، چې له مقاومت جبهې سره یې اړیکه نه لرله. پر همدې ورځ د ورسج ولسوالۍ د ایمند کلي درې اوسېدونکي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په مرمیو وویشتل شول.

د تخار له ورسج ولسوالۍ څخه د سرچینو د روایت پر بنسټ، طالبانو د غويي پر ۲۰ یو بزګر په مرمیو وویشت. دا کس عظیم‌الله نومېده او بزګر و. ځايي اوسېدونکي وايي، چې له مقاومت جبهې سره يې اړیکه نه لرله، که څه هم پخوا د یو څه مودې لپاره د پولیسو سرتېری و. پر همدې ورځ د ورسج ولسوالۍ شپږ اوسېدونکي هم د طالبانو په برید کې ووژل شول او یو بل کس په مرمیو وویشتل شو.

له دې پېښې یوه ورځ وروسته له تخاره راپور وکړل شو، چې طالبانو د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د یوه قوماندان ورور وژلی. دا کس احمدشاه ښوول شوی او د پخواني قوماندان «محبوب» ورور و. نوموړی د تخار د ورسج ولسوالۍ د «انوی تګاب قوندوز» کلي کې له خپل کوره ایستل شوی او وروسته په مرمیو ویشتل شوی دی. په وروستۍ او تازه پېښه کې د تخار رستاق ولسوالۍ کې ولسي سرچینې وايي، چې طالبانو یو کس په دې ولسوالۍ کې په ډزو وژلی او مړی یې سپیانو ته اچولی. دا کس صلاح‌الدین نومېده او د جمهوریت له پرځېدو وړاندې د ولسي پاڅونوالو غړی و. د دغو سرچینو په خبره، صلاح‌الدین د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله ایران ته تللی و؛ خو له راتګ وروسته د غويي پر ۲۲ ونیول شو. سرچینې وايي، د صلاح‌الدین د کورنۍ غړو له ډېرو هڅو وروسته د نوموړي مړی له یوه لرې ځایه وموند، چې د بدن یوه برخه یې سپیانو خوړلې وه. ځايي سرچینې مني، چې طالبانو د صلاح‌الدین درې پخواني همکاران هم نیولي، چې د برخلیک په تړاو یې معلومات نشته.

بغلان

بغلان کې د طالبانو له لوري په مرمیو د ویشتل شویو کسانو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېږي. دا کسان په تېرو دوو اوونیو کې وژل شوي دي. د بغلان اندراب ولسوالۍ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي جفرافیه ګڼل کېږي. د غويي پر ۲۰ راپور ورکړل شو، چې طالبانو د اندراب ده صلاح ولسوالۍ کې اووه ملکیان په ډزو وژلي. ویل کېږي دا «د غچ اخیستنې وژنې» له هغې وروسته شوي، چې مقاومت جبهې د ده صلاح ولسوالۍ په قاسان دره کې د طالبانو پر موټر برید وکړ. د قربانیانو په تړاو ویل شوي، چې له مقاومت جبهې سره یې اړیکه نه لرله. دغه راز هغوی د پخواني امنیتي سرتېرو په لیکو کې هم دنده نه لرله.

د غويي پر ۲۳ راپور ورکړل شو، چې طالبانو یو ملکي په مرمیو ویشتلی دی. دا کس د ګل‌رحمن په نامه یاد شوی. نوموړی پنځه ورځې طالبانو ربړولی؛ تر څو د مقاومت جبهې د قوماندانانو پته ورکړي.

د بغلان اندراب ولسوالۍ کې د غويي پر ۲۵ راپور ورکړل شو، چې په دې ولسوالۍ کې درې کسان په ډزو وژل شوي. دا کسان له ربړونې وروسته وژل شوي. وژل شوي کسان حسن مشهور په حسنک د انامک کلي، عبدالغني د باغ درې کلي او مجاهد د اولاد کلي اوسېدونکي ښوول شوي دي. د دغو کسانو په تړاو ویل شوي، چې له مقاومت جبهې سره یې اړیکه نه لرله؛ خو په همدې «ګومان» وژل شوي.

دغه راز طالبانو د اندراب ولسوالۍ د دره شو پل حصار کلي کې دوه ځوانان په مرمیو ویشتلي دي. دا کسان چې د غويي پر ۲۱ وژل شوي، له مقاومت جبهې سره یې اړیکه نه لرله.

بلخ

د غويي پر ۲۱ د بلخ له مارمل ولسوالۍ څخه په ډزو د دوو ملکیانو د وژنې راپور ورکړل شوی دی. دا کسان شریف‌شاه د برات زوی او حبیب‌الرحمن مهاجر ښوول شوي. ویل شوي، چې دغو کسانو دولتي دنده نه لرله او له چا سره یې شخصي دښمني نه وه؛ خو طالبانو شپه مهال له خپلو کورونو ایستلي او په مرمیو یې ویشتلي دي. بلخ کې د یو ټکسي چلوونکي د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی و. ویل شوي چې نامعلومو کسانو دغه موټر چلوونکي سر هغه مهال پرې کړ، چې له خلم ولسوالۍ څخه د مرکز مزارشریف پر لور روان و. غزني کې هم په ډزو د یوې پيغلې او یوه ځوان د وژنې راپور ورکړل شوی دی. د دې پېښې لامل کورني مسایل یاد شوې دي.

لوگر

د غويي پر ۲۳ د لوګر مرکز پل علم په حصارک کلي کې په ډزو د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکړل شو. دا ځوان د پکتیا اوسېدونکی و. ویل شوي، چې دا کس د شخصي دښمنۍ له کبله په ډزو وژل شوی. له دې پېښې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړل شو، چې طالبانو له لفظي شخړې وروسته یو کس په مرمیو وویشت. دا کس حاجي عبدالعلي نومېده او د طالبانو د یو ځايي قوماندان ادم خان کوچي له کسانو سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی. دا پېښه د ازرې ولسوالۍ په عثمان‌خېلو کلي کې شوې ده. د وژل شوي کس خپلوان وايي، چې د ارزې ولسوالۍ له ځايي طالب چارواکو سره يې موضوع شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې غبرګون نه دی ښوولی.

سمنگان

د سمنګان روی دو آب ولسوالۍ کې طالبانو یو کس له مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور وژلی. دا کس فېروز نومېده او د دغې ولسوالۍ د آب خورک کلي اوسېدونکی و. نوموړي پخوا په پوځ کې هم دنده لرله. فاریاب کې هم یوه نجلۍ د خپلې خور د مېړه له خوا په ډزو وژل شوې ده.

کابل

طالبانو د غويي پر ۲۴ په خیرخانه کې یو سوداګر د تلاشۍ په پوسته کې وواژه. دا کس محمدهادي امیري نومېده او په ببرک امیري مشهور و. په یوه بله پېښه کې طالبانو د کابل پوهنتون محصل یما نسیمي چې د بغلان د خوست او فرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی و، وژلی دی. ویل شوي، چې نوموړی یې په چل له کوره بهر کړی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

هرات

هرات کې هم د وژنې پېښو راپورونه ورکړل شوی دي. په یوه پېښه کې طالبانو پخوانی پوځي محمدآصف سلطاني په مرمیو ویشتلی. د دې پېښې راپور د غويي پر ۱۲ ورکړل شوی دی. آصف سلطاني په پخواني حکومت کې د تورنۍ رتبه لرله او د هرات ملي امنیت ریاست کې یې د ټولي قوماندان په توګه کار کړی و. کله چې هرات د طالبانو تر ولکې لاندې راغی، دغه پخوانی پوځي کابل ته لاړ او له یو څه مودې وروسته بېرته هرات ستون شوی و. د دغه پخواني پوځي یو اشنا وايي، چې طالبانو آصف سلطاني هرات ته له راتګ وروسته دندې ته وغوښت او یو څه موده یې طالب استخباراتي ځواکونو ته پوځي زده‌کړې ورکولې. د دغه پوځي یو بل خپلوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، که څه هم طالبانو آصف سلطاني بېرته دندې ته وغوښت؛ خو هر وخت به تر څار لاندې و. تمه وه محمدآصف سلطاني پر طالبانو د نه باور له کبله له هېواده بهر شي؛ خو راپور ورکړل شو، چې طالبانو نوموړی په پل رنګینه سیمه کې په چړې وژلی.

طالبانو د غويي پر ۱۷ وویل، دوه کسان یې له دې امله وژلي، چې یوه یې یو طالب وژلی و. ویل شوي، چې دا کسان له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي. له دې یوه ورځ وړاندې، ناپېژانده وسله‌وال یو طالب د هرات ښار په خواجه‌تاک سیمه کې وژلی و. د غويي پر ۱۹ خبر ورکړل شو، چې طالبانو یو ټکسي چلوونکی وژلی. دا پېښه د هرات په پنځلسمه ناحیه کې شوې ده.

پروان

پروان کې په ډزو د یو پخواني پوځي د وژلو راپور ورکړل شوی و. دا کس روح‌الله نومېده. د غويي پر ۱۵ خبر ورکړل شو. چې ناپېژانده وسله‌والو نوموړی خپل کور ته نږدې وژلی. طالبان د دغې پېښې تورن ګڼل شوي دي.

روزگان

د هېواد په سویل کې د دوو پخوانیو پوځیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی. که څه هم ویل شوي، چې ناپېژانده وسله‌والو د پخواني حکومت دغه پوځيان د غويي پر ۱۵ په ډزو وژلي دي. طالبانو د هغوی د وژنې لامل شخصي دښمني بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دغه راپور کې به د تلفاتو شمېر د ځینو لاملونو له کبله کره نه وي. په ولایتونو کې د ټولو وژنو شمېر نه دی ثبت شوي یا ښايي طالبانو یې د رسنیز کېدو مخنیوی کړی وي.

څه موده وړاندې د نیویارک ټایمز یو څېړنیز راپور کې ویل شوي و، چې طالبانو د پخواني حکومت شاوخوا ۵۰۰ پوځيان او دولتي کارکوونکي تري تم کړي یا وژلي دي.

تازه د بشري حقونو بنسټونو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د خلکو وژل جنګي جنایت بللی. دا پېښې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي. ډېرو سیاسي څېرو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو دا د جنګي جنایت مصداق یاد کړی؛ خو طالبانو د ملکیانو د وژنې ادعاوې «پروپاګند» بللې دي.

ورته لیکنې

Back to top button