د قزاقستان اعتراضونه؛ ولې طالبانو ژر غبرګون وښود؟

د قزاقستان په ځينو مهمو ښارونو کې وروستیو اعتراضونو د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي؛ هغوی ډارېږي هسې نه د قزاقستان د اور لمبې د دوی تر لمنو ورسېږي. ترکیه او اوزبکستان د نورو هېوادونو په پرتله د ښو دوستانو په توګه د قزاقستان بدلولونه له نږدې څاري او ډارېږي، چې هسې نه وضعیت د دولت له کنتروله بهر شي.

قزاقستان کې لاریون‌کوونکو څو وروستیو ورځو کې پر دولتي ادارو برید وکړ. د قزاقستان په ښارونو کې پراخ لاریونونه او له پولیسو سره نښتې د دغه هېواد ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته یو لوی ګواښ ګڼل کېږي. له تاجکستانه نیولې بیا تر ازبکستان، ترکمنستان، بلاروس او نورو جمهوریتي حکومتونو پورې هڅه کوي، داسې وښي، چې خلک یې په رفاه او ارامتیا کې ژوند کوي او ټول له دولته خوشاله دي. دغو هېوادونو کې د وحشتناکه استبداد د شتون سره سره رسنۍ هڅه کوي، د دولتي مشرانو انځور داسې وړاندې کړي، چې خلک یې ترڅنګ دي او ملاتړ یې کوي.

دولتي تلویزیونو کې د ولسمشر نوم له څو پيشوندونو او پسوندونو سره اخیستل کېږي. تړلي او خشن امنیتي سیسټم داسې فضا رامنځته کړې، چې خلک په لارو کوڅو کې د اعتراض هڅه یا د دولت د سیاستونو پر وړاندې نیوکه ونه کړي. تېرو تجربو ته په کتو د یو حکومت پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو له کبله کېدای شي، دا اعتراضونه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته هم پراخ شي او حکومتونه په زنځیري توګه یو په بل پسې وپرځوي.

د منځني ختیځ عربي هېوادونو کې د خلکو اعتراضونه چې د عربي پسرلي په نوم یې شهرت وموند، د خلکو د اعتراضونو د پراختیا یوه روښانه تجربه ده. عربي پسرلۍ چې مصر کې د یو بېوزله ځوان پر ځان سوزېدنه پیل شو، په لنډ موده کې د ډېرو عربي هېوادونو د پرځېدو لامل شو او لمنه یې له مصر څخه تر لیبیا، تونس، سوریې او نورو هېوادونو پورې پراخه شوه.

ولسي اعتراضونو ته په کتو د قزاقستان ګاونډي هېوادونه اندېښمن دي، چې هسې نه د دغو اعتراضونو لمن یې تر ځانه ورسېږي. له همدې امله هڅه کوي، دا لمبې ژر تر ژره کابو شي. د قزاقستان ګاونډي هېوادونه وېره لري، چې د خپل هېواد وګړي یې د قزاقي وګړو اعتراضونو په څېر او له فرصته په ګټنې د خپلو حکومتونو پر وړاندې پر پراخو اعتراضونو لاس پورې نه کړي.

په دې منځ کې د منځنۍ آسیا حکومتونو او خلکو سترګې روسیه ته دي، چې وګوري پوتین د دغو اعتراضونو د مهارولو په موخه کومه نسخه کاروي او څنګه کولای شي، د قزاقستان وضعیت عادي حالت ته راګرځوي. کوم څه چې د قزاقستان ګاونډي هېوادونه له هغه اندېښمن دي هغه دا دي، چې اوسمهال روسیه په څو نورو ډګرونو کې ښکېل ده، چې ممکن قزاقستان یې په لومړیتوب کې وي. اوکراین کې وروستۍ ترینګلتیا د روسیې له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي او کرملین ماڼې د شرایطو کابوکولو په موخه ځانګړی پروګرام لري. داسې ښکاري، چې د اوکراین په تړاو د امریکا او اروپايي هېوادونو له ښکاره دریځ نیونې وروسته، روسیې ته وضعیت لا پېچلی شوی دی.

د دې په څنګ کې که څه هم بلاروس کې د خلکو پراخ اعتراضونه کابو شول او ولسمشر لوکاشنکو د روسیې په ملاتړ او د اعتراضونو په سرکوب سره د ولسمشرۍ پر څوکۍ پاتې شو؛ خو ممکن قزاقستان کې اعتراضونه په بلاروس کې هم د اعتراضونو بیاپیل ته لار هواره کړي. دغه راز د سوریې بدلولونه او په هغه هېواد کې د روسیې پوځي حضور، لیبیا کې د روسیې ښکیلتیا، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ وروستی کړکېچ، د قرقیزستان او تاجکستان ترمنځ مرزي کړکېچ او څو نورو هغو مسایلو ته په کتو کولای شو ووایو، چې روسیه هغې کې ښکېله ده. ممکن له دې ټولو مهمه د افغانستان ناوړه سیاسي او امنیتي وضعیت وي، چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه یې ښکېل کړي دي. روسیه د قزاقستان قضیه ته د رسیدنې لږ فرصت لري.

د قزاقستان قضیې ته د لویو قدرتونو لکه امریکا، بریتانیا او اروپايي هېوادونو د غبرګونونو ترڅنګ د قزاقستان ولسي اعتراضونو ته د طالبانو د سرپرست حکومت غبرګون په زړه پورې او د پاملرنې وړ دی. قزاقستان کې د پراخو ولسي اعتراضونو وروسته د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې قزاقستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او له وروستیو ناآرامیو اندېښمن دي. د طالبانو له نظره، قزاقستان ګاونډی او د افغانستان سوداګریز شریک دی او د طالبانو سرپرست حکومت د قزاقستان له دولت او اعتراض کوونکو غوښتي، چې د خبرو اترو او تفاهم له لارې ستونزې حل او خپل هېواد ته ثبات راولي.

د طالبانو له ویناپاڼې ښکاري، چې د هغوی سرپرست حکومت په داسې پېچلي وضعیت کې غواړي د قزاقستان له قضیې ګټه واخلي. هغوی په ښکاره د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو په موخه د نورو هېوادونو پام رااړوي. دغه راز دا ویناپاڼه ښيي، چې طالبان د قزاقستان د قضیې په تړاو وېره لري. طالبانو چې تازه د زور له لارې پر افغانستان واکمن شوي، د مشروعیت له جدي بحران سره مخ دي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د کنترول په تړاو ناتوانه برېښي. ښکاره ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت د قزاقستان د نورو ګاونډيو هېوادونو په څېر اندېښمن دی، چې هسې نه د دې اعتراضونو لمن تر افغانستانه هم ورسېږي. طالبانو هم په بېړه د قزاقستان په تړاو غبرګون وښود، ترڅو د خپلو اندېښنو د څرګندولو ترڅنګ، د نړیوال مشروعیت ترلاسي په موخه د قزاقستان ملاتړو هېوادونو پام ځانته راواړوي او ځان د سیمې هېوادونو یو خیرخواه حکومت وښيي.

ورته لیکنې

Back to top button