جاناتان تروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شو

۸صبح، کابل: د افغانستان د کرکټ ادارې اعلان کړی، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې ته یې نوی روزونکی ګومارلی دی.

دغې ادارې جمعه د چنګاښ پر ۳۱ اعلان کړی، چې جاناتان تروټ د افغانستان ملي کرکټ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په اګسټ میاشت کې د ۵ شل اوریزو لوبو لپاره ایرلنډ ته سفر وکړي، چې په دغه سفر کې به جاناتان تروټ د هېواد له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

تروټ د جمعې پر ورځ ویلي: «زه ویاړم چې دا فرصت لرم، تر څو د تر ټولو په زړه پورې نړیوالې کرکټ لوبډلې چې راتلونکی کال د هغوی لپاره د یوې لویې لوبډلې په توګه د پرمختګ لپاره مهم دی مشري یې وکړم.»

۴۱ کلن تروټ په سویلي افریقا کې زېږېدلی، په ۲۰۱۵ کال کې یې تر ګوښه کېدو مخکې ۵۲ ازمایښتي لوبې ترسره کړې او له هغې مودې راهیسې یې د تېر کال د T20 تر نړیوال جام پورې د انګلستان لوبډلې د روزونکي او د اسکاټلنډ سلاکار په توګه کار کړی دی.

Back to top button