د امریکا او عربستان ګډ پوځي تمرینات په عربستان کې پیل شول

د راپورونو په حواله، د امریکا د سمندري او سعودي عربستان ګډو ځواکونو دوه ویشتم پوځي تمرینونه د سعودي په «ینبع» ښار کې پیل شوي دي.

عربي رسنیو شنبه د اګسټ پر ۱۳ راپور ورکړی، چې دا ګډ پوځي تمرینونه تېره ورځ د امریکايي او سعودي قوماندانانو په حضور پیل شول.

ویل کېږي، د دواړو هېوادونو ځواکونه به په بېلابېلو پوځي برخو کې تمرینونه وکړي.

د راپورونو په حواله، دا ګډ پوځي تمرینونه به یوه میاشت دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال د اګسټ پر ۹ سعودي عربستان ته رسېدلې دي.

ویل شوي، چې دا به عربستان ته د بایډن له سفر وروسته ګډ لومړني پوځي تمرینونه وي. نوموړي په دې سفر کې ژمنه وکړه، چې د فارس خلیج د امنیت ټيګښت لپاره به خپل ټول توان وکاروي.

ورته لیکنې

Back to top button