ایران: د طالبانو پر وړاندې زموږ دریځ افغانستان کې د رښتیني روان وضعیت پر بنسټ دی

۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد دریځ اصولي او په افغانستان کې د رښتیني شته وضعیت پر بنسټ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده دوشنبه د غویي پر ۲۶، په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې طالبان باید د افغانستان امنیت ټینګ کړي او د توندلاریتوب د ودې مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان باید اجازه ورنه کړي، چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد وکاروي.

هغه همداراز څرګنده کړې، چې طالبان باید په افغانستان کې د ټولشموله او ټولګډونه دولت رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي او ایران به مرستې ته د اړتیا په صورت کې، په دې برخه کې همکاري وکړي.

ایران د دواړو لوریو ترمنځ له سرحدي اختلافونو سره سره، څه موده مخکې د طالبانو ډيپلوماتان ومنل او په دې کار سره له هغو هېوادونو سره یوځای شو، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button