ایران یو ځل بیا په مزارشریف کې د دغه هېواد د ډيپلوماتانو وژونکو ته سزا غوښتې

۸صبح، کابل: دوشنبه د زمري ۱۷ په مزارشریف کې د ایران په کونسلګرۍ کې د دغه هېواد د ډيپلوماتانو د یادون ۲۴ کلیزې سره برابره ده.

کابل کې د ایران سفارت یکشنبه د زمري پر ۱۶ په یوه ټويټ کې د وژل شویو ډیپلوماتانو د عکس په خپرولو سره د دې پېښې پر پېښېدو خپګان څرګند کړی دی.

ایران سفارت همداراز په مزارشریف کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د بریدګرو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

په ۱۳۷۷ لمریز کال کې پر مزارشریف د طالبانو تر ولکې وروسته، وسله والو د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او ۱۰ ایراني ډيپلوماتان او یو ایرانی خبریال يې وواژه.

طالبانو هغه مهال په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل او دا يې د غیرمسوولو کسانو کار وباله.

ورته لیکنې

Back to top button