«د هند دولت باید په افغانستان کې د سیکانو له میراث څخه ساتنه وکړي»

۸صبح، کابل: هند کې د سیکانو یوې مذهبي کمېټې په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي، چې په افغانستان کې د سیکانو د مذهبي ځایونو د څېړلو لپاره دې یو پلاوی کابل ته ولېږي.

انډیا اکسپرس سه شنبه د چنګاښ پر ۷ راپور ورکړی، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر عبادتځای له وروستي برید وروسته، د شیروماني ګوردوارا پربندک (SGPC) کمېټې په یوه لیک کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس.جې. شنکر څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د دغو لږکیو د وضعیت د څېړلو لپاره دې یو پلاوی کابل ته ولېږي.

د ګوردوارا پربندک رییس هارجینډر سینګ دهمي په خپل لیک کې د هند د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي، چې په افغانستان کې دې د ګوردواروو او سیکانو له میراث څخه ساتنه وکړي.

هغه په خپل لیک کې لیکلي: «لېوال یو چې په افغانستان کې د افغانو اهل هنودو او سیکانو د امنیت، میراث او د دغو دواړو ټولنو د تاریخي زیارتځایونو په اړه تاسو ته خبر ورسوو.»

په دوام کې یې ویلي، چې وړاندیز کوي د ۲۰۲۲ کال په جولای کې یو پلاوی افغانستان ته ولېږي، تر څو هلته له ګوردوارونو (د سیکانو له تاریخي زیارتځایونو) لیدنه وکړي.

د ویلو ده، چې د کابل ښار په «ګردنه باغ بالا» سیمه کې د سیکانو پر عبادتځای د داعش د برید په پایله کې دوه تنه سیکان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button