د بې وزلۍ زیاتوالی؛ د مرکزي سیمو د اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخ دی

راپور: الیاس طاهري

د هېواد د مرکزي سیمو اوسېدونکي په راتلونکي ژمي کې د اقتصادي ستونزو او لوږې له امله د انساني ناورین په اړه اندېښنه لري. د هېواد د مرکزي ولایتونو کابو ۸۵ سلنه اوسېدونکي د مالدارۍ او کرنې له لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي؛ خو سږ کال د وچکالۍ له امله کرونده ګرو په دغو سیمو کې نه یوازې ښه حاصلات نه دي ترلاسه کړي، بلکې زیانمن شوي هم دي. دوی له مرستندویه ادارو او نړیوالې ټولنې غواړي چې له بې وزله خلکو سره مرسته وکړي او په راتلونکي ژمي کې د یخنۍ او لوږې له امله د انساني ناورین مخه ونیسي.

پر دې سربېره په هېواد کې وروستي بدلونونه هم د وزګارۍ د زیاتوالي او د توکو په تېره بیا خوراکي او سون توکو د بیو د لوړوالي لامل لامل شوي دي. په اوسني وخت کې د بامیان او دایکندي ولایتونو او د غور د لعل و سرجنګل ولسوالیو د اوسېدونکو د مالوماتو له مخې، ډېری دغه خلک د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري.

د بامیان د شیعه عالمانو شورا رییس نصرالله واعظي تېره اوونۍ په یوه ناسته کې ویلي و چې طالبان مسوولیت لري، د دغه ولایت د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي. د هغه په وینا، د خلکو اقتصاد ډېر ټیټ دی او که ورته پام ونه شي، ښايي چې ډېری خلک کډې کولو ته اړ شي. د بامیان ولایت د شیعه عالمانو شورا د رییس د مالوماتو پر بنسټ دا ولایت په راتلونکي ژمي کې له اقتصادي کلابندۍ سره مخ دی. هغه جوته کړه چې که دې ستونزې ته پام ونه شي ښايي چې انساني ناورین رامنځته شي. د واعظي په خبره دا مسله جدي ده او طالبان او مرستندویه بنسټونه باید د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.

د بامیان یو مدني فعال، عبدل دانشیار، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او له بلې خوا د اکثرو رسنیو په تړل کېدو سره، د خلکو وضعیت لکه څنګه چې دی، رپوټ یې نه ورکول کېږي. دغه مدني فعال زیاته کړې ده چې د بېوزلۍ اغېزې سر له اوسه د بامیان په خلکو کې لیدل کېږي. هغه د پخوا په پرتله د بې وزلۍ له امله د کم عمره ودونو او کورني تاوتریخوالي د ډېروالي خبر ورکوي. دانشیار وویل اوس چې په بامیانو کې هوا سړه شوې ده خلک د سون توکو د تیارولو او د کورونو د ګرمولو وس نلري. د دغه مدني فعال د معلوماتو له مخې، که له خلکو سره مرسته ونشي، په مرکزي سیمو کې د انساني ناروین رامنځته کېدل «حتمي» دي. د بېلګې په توګه، اوسمهال په بامیان کې یوه کیلو ګاز په ۱۰۰ افغانی او همداسې یو ۱۶ لیتره پيپ غوړي په ۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.

د بامیان یوه اوسېدونکې، کبرا موسوي، وایي چې ددې ولایت خلک په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. د هغې په وینا، سږ کال د وچکالۍ له امله د خلکو کرنیز حاصلات ښه نه وو. د بامیان دغې اوسېدونکې تایید کړې چې ډېری خلک د لومړنیو توکو د پیرلو وس نلري، په ځانګړې توګه د ژمي لپاره د سون توکي نه لري. کبرا وایي، هوا ورځ په ورځ په سړېدو ده خو خلک تراوسه نه دي توانېدلي چې د ډبرو سکاره او نور سون توکي برابر کړي. بامیان د هېواد په مرکز کې له سړو ولایتونو څخه دی. هر کال د لړم میاشتې له نیمايي او د بل کال تر میاشتې میاشتې (کابو پینځه میاشتې)، په دې ولایت کې هوا سړېږي او د بامیان په ډېری سیمو کې، د هوا یخني له صفر ښکته تر دیرشو درجو ته رسیږي. نور مرکزي ولایتونه هم د بامیانو په شان هوا لري.

د دایکندي یو خبریال، رضا لعلي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې، په مرکزي سیمو کې وضعیت غمیزه راوړونکی بللی دی. لعلي ویلي چې بامیان او دایکندي ولایتونه له وېروونکې اقتصادي غمیزې سره مخ دی او د خلکو ژوند ګواښي. د هغه په وینا، د وچکالۍ له امله خلکو کم شته هم مصرف کړي دي: «د مرکزي سیمو اوسېدونکو اقتصاد په لومړنیو کرنیزو چارو او مالدارۍ ولاړ دی. سږ کال د وچکالۍ له امله خلکو خپل دا دوه عواید هم له لاسه ورکړي او کرنې او مالدارۍ هېڅ پایله نه ده لرلې.» لعلي ویلي چې د طالبانو له راتګ وروسته، په مرکزي سیمو کې بې وزلي په «ویروونکې» توګه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې لعلي زیاته کړې چې د مخکیني دولت په پاشل کېدو، وزګاري زیاته شوې او د ځینو خلکو ژوند چې د معلمۍ، د سرتېرۍ او دولتي کار پر معاش ولاړ و، له ستونزو سره مخ شول او د شپې او ورځې د ډوډۍ پیدا کول ورته ستونزمن شوي دي. له بلې خوا، د لعلي په وینا، د مرکزي سیمو پر اوسېدونکو د طالبانو لخوا د درنو مالیو لګولو، بېوزلۍ څو برابره کړې ده. هغه له مرستندویه بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مرکزي سیمو له اوسېدونکو سره مرسته وکړي. د لعلي په آند، نړۍ او مرسته رسونکي بنسټونه، باید د مرستو پر وېشلو ټینګه څارنه وکړي ترڅو له فساده مخنیوی وشي او داسې مرستې په شفافه توګه رښتینو اړمنو ته ورسېږي.

د دایکندي ولسي سرچینې وایي چې په اوسني وخت کې یوه وچه ډوډۍ د نیلي ښار په نانواییو کې، له ۱۸ تر ۲۰ افغانیو پلورل کېږي. د دې ډوډۍ وزن، ۲۸۰ ګرامه دی چې مخکې ۴۰۰ ګرامه په ۱۵ افغانۍ پلورل کېده. دا ښیي چې د دایکندي په مرکز کې بیې څو برابرې لوړې شوې دي.

له یوې خوا، د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې هم د اقتصادي بې وزلۍ له بې مخینې زیاتوالي شکایت کوي. د لعل و سرجنګل یوه ټولنیزه فعاله آمنه محمدي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې سږ کال خلک سخت ژمی په مخکې لري او که له خلکو سره مرسته ونشي، د ژمي لومړنۍ اړتیاوې یې نه دي برابرې کړې او د مرستندویه بنسټونو د لاسنیوي په تمه دي.

پر نورو عواملو سربېره، د وچکالۍ او د اوبو د نه شتون له امله، د مرکزي ولایتونو اوسېدونکو د کرنیزو حاصلاتو، بڼوالۍ او مالدارۍ ته زیان رسولی دی. د دغو ولایتونو د خلکو یوازینۍ عایداتي سرچینه کرنه او مالداري ده. له همدې امله، سږ کال له پخوا زیات هغوی له بې وزلۍ سره مخ دي.

ورته لیکنې

Back to top button