زابل کې طالبانو د شپږ زره کسانو په مخکې درې نارینه او دوې ښځې په دُرو ووهلې

۸صبح، زابل: د زابل په مرکز کلات کې طالبانو د دویمي محکمې له پرېکړې وروسته ۵ تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل.

په دغو کسانو کې چې دوې ښځې او یو نارینه د زنا په تور او دوه نور کسان د غلا په تور نیول شوي وو، ۴۰ دُرې ووهل شول.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان زابل کې د خلکو د سترګو مخکې تورن کسان په درو وهي.

تر دې وړاندې طالبانو په پټه زابل کې تورن کسان په درو وهل؛ خو اوس د عام وګړو د سترګو په وړاندې خلک په درو وهي.

ورته لیکنې

Back to top button