زابل کې د طالبانو یوه غړي د ۵ میلیونو کلدارو په لګښت درېیم واده وکړ

۸صبح، زابل: زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یوه ځایي قوماندان د ۵ میلیونو کلدارو په لګښت درېیم واده وکړ.

زابل ولایت کې ځایي سرچینې دوشنبه د غبرګولي پر ۲۳ وایي، چې دغه طالب قوماندان ملا حیات الله مجاهد نومېږي او د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ امینه قوماندان دی.

دغه ځایي طالب قوماندان په داسې حال کې پر درېیم واده ډېر لګښت کوي، چې په وروستیو کې د طالبانو مشر د دغې ډلې د قوماندانانو لپاره په یوه حکم کې دویم او درېیم واده منع کړی و.

ورته لیکنې

Back to top button