روزګان کې یوې نجلۍ د تریاکو په خوړلو ځان وواژه

۸صبح، روزګان: له روزګان څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوې پېغلې په تریاکو ځان وژلی دی.

له روزګان څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ په هزک کلي کې ځان د تریاکو په خوړلو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه یکشنبه د چنګاښ پر ۱۲ شوې ده.

سرچینې وايي، چې دې نجلۍ له هغه وروسته په تریاکو ځانوژنه وکړه، چې غوښتل يې په خپله خوښه له یوه هلک سره واده وکړي؛ خو کورنۍ یې مخالف کړی و.

د افغانستان په شان سنتي ټولنه کې د ورته پېښو پېښېدل بې مخینې نه دي.

Back to top button