په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو ۹۱ تنه نیول شوي دي

۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت اعلان کړی چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په پلازمیني کې د جنايي جرمونو په تړاو کابو ۹۰ تنه نیولي دي.

د طالبانو ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، د پنجشنبې په ورځ د تلې په څلورمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دا کسان د کابل په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د کابل د امنیه قوماندانۍ له خوا د عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

د مجاهد په وینا نیول شوي کسان د وژنو، غلاوو او سړي تښتوونو په شان بېلابېلو جرمونو تورن دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو په درېیمه میاشت کې، د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ځینو ولایتونو کې جنايي جرمونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button