تېرو درېیو ورځو کې د بغلان په اندراب کې ۲۷ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

۸صبح، بغلان: بغلان کې ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د دغه ولایت اندراب کې د طالبانو او مقاومت جبهې جنګیالو ترمنځ د تېرو درېیو ورځو جګړو له کبله ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

سرچینو یکشنبه د چنګاښ پر ۲۶ ویلي، چې طالبانو او د مقاومت جبهې جنګیالو تېرو درېیو ورځو کې د ده صلاح ولسوالۍ په دره جر او کاسه تراش کلیو او د اندراب په بنو ولسوالۍ کې سختې نښتې کړې دي.

د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې جنګیالیو ادعا کړې، چې د طالب ځواکونو پراخو عملیاتو ته یې ځواب ورکړی دی.

مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې تر اوسه خپلو جنګیالیو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات ورکړي نه دي. طالبانو هم تر اوسه د دغو نښتو او اوښتو زیانونو په هکله څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د بغلان په اندراب او خوست ولسوالیو د هوا او ځمکې له لارې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button