د بغلان خوست ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښته درېيمې ورځې ته واوښته

۸صبح، بغلان: د بغلان د خوست ولسوالۍ په چرخ و فلک دره کې د مقاومت جبهې غړی شریف الله سنګین وايي، چې طالبانو د دغې جبهې پر غړو درې ساعته بریدونه کړي دي.

هغه په ډاګه کړه، چې دا عملیات پرون شپه ۳ بجې پیل او د سهار تر ۶ يې دوام وکړ. د هغه په وینا، په دې نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سنګین ویلي، چې په دې نښته کې د مقاومت جبهې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د طالبانو د تلفاتو په اړه کره شمېره نشته. تر اوسه طالبانو له پرله پسې اړیکو سره سره څه ویلي نه دي.

د بغلان خوست ولسوالۍ چرخ و فلک درې کذر کلی له دوو شپو ورځو راهیسې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو شاهد دی او ویل کېږي، چې جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

Back to top button