هیډر بار: غندنه زیاته شوه، اوس پر طالبانو د فشار لپاره ستراتیژیکې تګلارې ته اړتیا ده

۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې ویلي، چې د هېوادونو لپاره ښه فضا رامنځته شوې، چې پر طالبانو د ښځو خلاف محدودیتونو له امله فشار راوړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیډر بار نن سه شنبه د غويي پر ۲۷ په یوه ټویټ کې ویلي، نوموړې فکر نه کوي، چې هېوادونو دې پر طالبانو د اغېز او فشار لپاره له موجودې فضا اغېزناکه استفاده کړې وي.

هغې زیاته کړه: «موږ د غندلو شاهدان وو، اوس موږ پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره یوې واحدې او ستراتیژیکې تګلارې ته اړتیا لرو، تر څو له خلکو ناوړه ګټې اخیستو ته د پاي ټکی کېږدي.»

نوموړې همداراز ویلي، د وېرې رامنځته کولو مخینې ته په پام چې طالبان يې کاروي، د طالبانو قوانین که څه هم خلکو ته ګران دي، خو خلک یې بیا هم له مجبورې مني.

د ویلو ده، چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهیسې، پر خلکو په تېره پر ښځو ځينې بندیزونه لګولي چې د نړیوالو له خوا غندل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button