طالبانو «ټولشموله» حکومت جوړ کړی؟

لیکنه: حبیب حمیدزاده

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په اسلو غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټولشموله دولت يې جوړ کړی دی. د هغه په نظر، په اداره کې يې ټول قومونه ګډون لري او نوره اړتیا نشته، چې نړۍ د «ټولشموله حکومت» په پلمه د هغوی سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته پلمې ولټوي. دا په داسې حال کې ده، چې تر ۹۰ سلنه زیاتې وزارت خونې، مرستیالان، والیان، امنیه قوماندانان او مهم ریاستونه د یوه مذهبي/ روحاني هغه هم د یوه قوم په لاس اداره کېږي. مهمه دا چې وزارت خونې او مهمې ادارې اوس د داسې کسانو په اوک کې دي، چې ځينې يې د ملګرو متلونو په تور لېست کې شامل دي. د ناچارۍ له مخې د طالبانو په دستګاه کې د هر قوم دولتي کارکوونکو حضور د ټولګډونه حکومت په مانا نه ده. د طالبانو سرپرست حکومت فرقه يي، یوقومي او یوباوری دی. د سیمې او نړۍ هېوادونه له سیاسي انزوا او شخړو څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لار په رښتینې مانا ټولګډونه حکومت (له دې پرته چې اوس واکمنان دي) بولي.

طالبان سره له دې چې اړتیا لري،  تر هر څه وړاندې د نړۍ له خوا د یوه «حکومت» په توګه ومنل شي او ورپسې د پيسو په ترلاسي سره خپل ژوندانه ته ادامه ورکړي، له خپلې ډلې بهر کسانو څخه يې ډډه کړې ده. هغوی په ډاګه ویلي، چې د طالبانو له بهیر څخه بهر کسان به د حکومت د مشرتابه په پوړیو کې ونه ګوماري. د طالبانو باور دا دی، چې د جګړې له لارې يې وطن ګټلی او تر هغې چې دوی وي، له انتخاباتو او ټولپوښتنې پرته به يې واکمنان وي. طالبان همدا اصل د ټولګډونه حکومت اصل ګڼي.

په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د ایجاد مانا او مفهوم د قومونو مشران (په پخواني نظام کې ازمایل شوي مشران) نه دي. د نړۍ او سیمې هېوادونه له ټولشموله حکومت څخه دا مانا لري، چې طالبان داسې حکومت جوړولو ته چمتو شي، چې د ټولو قومونو استازي او سیاسي اړخونو کسان پکې حضور ولري او د ولس رښتینې استازي وي. اساسي مساله دا ده، چې واکمنه ډله د سیاسي پرانیستو اصولو له مخې داسې جریان ته لاره هواره کړي، چې ټولو ته پکې د حضور فرصت برابر شي. کله چې طالبان پوځ، قضا او د هېواد اجرايي برخه په واک کې ولري او مذهبي او قومي مسایلو کې پر خپل سختدریځه قرائت او قشري اصولو ټینګار وکړي، د ټولګډونه حکومت په نامه رامنځته شوي حکومت ته ټولګډونه نه شي ویل کېدای. ټولګډونه حکومت په دې مانا ده، چې د ټولو هېوادوالو ګټې په نظر کې ونیول شي او په تطبیق کې يې د ټولو خلکو نظر وپوښتل شي او دا د افغانستان په څوقومي ټولنه کې د هغوی د استازو له حضور پرته شوني نه دي.

د سیاست علم له تعریف څخه ورهاخوا چې د «ټولشموله» او «پراخ ګډونه» حکومت په تړاو يې لري، مهمه مساله دا ده، چې د افغانستان نوی نسل او نوي سیاستوال له طالبانو او د ټولګډونه حکومت له ایجاد څخه غواړي، چې د تېرو شلو کالو ارزښتونه خلکو او ټولنې ته لومړی درجه ارزښت لري. د دغه نسل او د افغانستان د سیاسي اړخونو له ټولګډونه حکومت څخه موخه په ټولنه کې تېرو شلو کالونو ارزښتونو، بشري حقونو، بیان ازادي، مدني ټولنې، له مساوي حقونو څخه د ښځو برخمن کېدل او ورته نور څه دي. هغه حکومت چې لاسته راوړنې له پامه غورځوي یا یې کمزورې ګڼي، نه یوازې ټولشموله نه دی؛ بلکې بدوي هم دی.

افغانستان یوقومي نه دی؛ بلکې له بېلابېلو قومونو څخه جوړ هېواد دی. د دغه هېواد تاریخ ګواهي ورکوي، چې یوقومي او نحصارغوښتي حکومتونو د بریا لار نه ده لیدلې. دا ډول حکومتونه د خلکو له پاڅون او قیام سره مخامخ شوي دي. د خلکو له نظره ټولګډونه حکومت دا دی، چې د خلکو اصلي استازي – هغه افراد چې په تېر فاسد نظام کې يې رول نه درلوده – د تصمیم نیونې په لوړو پوړیو کې حضور ولري، چې له ګټو یې ساتنه وکړي. همداراز دا ملي ټولګډونه دولت د ملت د رایو پر اساس رامنځته شي، نه یوه د یوې داسې سیاسي یا قومي ډلې د فرمایشو له مخې چې په زور يې پر هېواد موقتاً غلبه کړې ده. ملي پراخ بنسټه حکومت دا دی، چې ټول قومونه، سیاسي ډلې، مېرمنې او مذهبي او ژبنیز اقلیتونه پکې خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون ته فرصت ولري. تر دې مهمه دا چې د هېواد لومړۍ پوړې مسوولان د رڼو ټاکنو له لارې واک ترلاسه کړي. دا هماغه څه دي، چې طالبان يې سیاسي ارتداد ګڼي.

ورته لیکنې

Back to top button