وسله والو غلو په غزني یو قومي مشر وواژه

۸صبح، غزني: غزني ښار کې ولسي سرچینې وایي، چې د خلیفه جمعه ناصري په نامه یو قومي مشر یکشنبه د غویي پر ۲۵، په خپل کور کې وژل شوی دی.

ولسي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ناصري د غزني ښار شپږمې ناحیې اړوند قلعه شهاده سیمه کې وژل شوی دی. د ناصري مېرمن هم په دې پېښه کې ټپي شوې ده.

د سرچینو په وینا، وسله والو غلو د ناصري له وژلو وروسته د هغه پیسې له ځان سره وړې دي.

خلیفه جمعه ناصري د غزني د مالستان ولسوالۍ یو قومي مشر و او د غزني ښار په مرکز قلعه شهاده سیمه کې اوسېده.

په دې وروستیو ورځو کې غزني ښار کې جرمونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button