د نجونو زده‌کړې د اجنډا برخه؛ طالبان د خپلو ملاتړو ملایانو ناسته جوړوي

طالبان د يوې پرېکړې له مخې غواړي د ديني عالمانو ناسته جوړه کړي. د يوه مکتوب له مخې چې هغوی ولايتونو ته لېږلی، تمه کېږي زرګونه کسان په هغې ناسته کې چې چهارشنبه د چنګاښ پر اتمه جوړېږي، ګډون وکړي. دا کسان د طالبانو له لوري پېژندل کېږي او په دې ناسته کې ګډون کوي. په ناسته کې د ګډونوالو ټاکلو ته په کتو داسې ښکاري، چې په ناسته کې به مېرمنې نه وي. که څه هم تر اوسه د ناستې ماهيت او اجنډا روښانه نه ده؛ خو د معلوماتو له مخې، موخه به يې افغانستان کې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځيو پرانيسته وي. دا ښوونځي له شاوخوا يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته تړلي دي. خلکو د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي، د طالبانو ملاتړو ملایانو فکر ته په کتو ښايي له نجونو د زده‌کړې حق واخیستل شي. ورته مهال د بشري حقونو د څار بنسټ هيله څرګنده کړې، چې طالبان به وکړای شي د نجونو او مېرمنو د حقونو له نقضه يو څه لاس واخلي. د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر اوسه د دغې ناستې په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

د رياست الوزرا دفتر يو مکتوب ولاياتو ته لېږلی او په هغه کې يې کابل کې د يوې ناستې خبره کړې ده. مکتوب کې راغلي، چې تمه ده روانه اوونۍ کابل کې د علماوو ناسته جوړه شي. مکتوب کې ويل شوي، چې دا جرګه د طالبانو د کابينې د پرېکړې پر بنسټ جوړېږي. د کابينې دا ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په مشرۍ په کندهار کې جوړه شوې وه. که څه هم د ناستې اجنډا او څرنګوالی روښانه نه دی، خو سرچينو ويلي ، چې تمه کېږي په دې ناسته کې د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو د ملاتړو ملايانو د نظر له مخې پرېکړه وکړي. دا پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوې؛ ځکه د خلکو په باور، د طالب پلوه ملايانو نظر ته په کتو ښايي، له هغوی د زده‌کړو حق واخیستل شي.

د دغې ناستې لپاره د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شوی. هغوی وړاندوينه کړې، چې دا ناسته به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ جوړه شي. په دغه مکتوب کې طالبانو په ولايتونو کې د استخباراتو، امر بالمعروف او نهی عنی المنکر، حج او اوقافو او د علماوو شورا رييسانو ته دنده سپارلې، چې دغې ناستې د ګډونوالو لېسټ برابر کړي. تمه کېږي له هرې ولسوالۍ درې کسان چې دوه به يې ديني عالمان او يو يې قومي مشر وي، په دې ناسته کې د ګډون لپاره وټاکل شي. پر دې سربېره د اړوند ولايت له هرې ناحيې دوه قومي مشران او يو ديني عالم، د ولايتونو د علماوو شورا رييس، مرستيال او درې غړي ګډون وکړي.

د طالبانو د سپارښتنې له مخې، د ټاکل شويو کسانو لېسټ چې د «علمي شهرت لرونکي، نېک نوم، مجاهد يا د جهاد پلوی» وي، د ناستې د ترسراوي دارالانشا کمېسيون ته سپارل کېږي.

طالبانو تر دا مهاله په رسمي توګه د دغې ناستې په اړه څه ويلي نه دي. هغه خبرتيا چې پولي تخنيک پوهنتون محصلانو ته ورکړل شوې، تمه کېږي چې ډېر ژر به دا ناسته جوړه شي. له دې وړاندې د پولي تخنیک پوهنتون محصلانو ته ويل شوي، چې ليليه پرېږدي. محصلانو ته ويل شوي، چې ليليه د لويه جرګې خېمه کې د جوړېدونکي ناستې مېلمنو ته ځانګړې کېږي.

دا ناسته چې څرنګوالی او اجنډا يې روښانه نه ده، له غبرګونونو سره مخ شوې ده. د فېسبوک او ټويټر ځينو کاروونکو ويلي، چې دا ناسته پر خلکو محدوديت لګولو لپاره د مشروعيت ترلاسی دی او غواړي دا محدويتونه لا زيات شي. د کاروونکو په خبره، چې طالبان د «نامشروع ناستې» په ترسراوي غواړي، د خپلو باورونو د رسميت پېژندنې لپاره نړيوالو ته وښيي، چې هغوی د خپل رژيم په اړه د پرېکړې لپاره د خلکو استازو ته مراجعه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان به په دې ناسته کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو يا تړلو په اړه پرېکړه وکړي. دا ښوونځي د طالبانو له واکمنۍ راهيسی تړلي او هغوی له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې‌. تمه ده دا پرېکړه داسې مهال ونيول شي، چې د طالبانو د پلان له مخې، ښايي په دې ناسته کې يوې مېرمنې ته هم د ګډون اجازه ورنه کړل شي‌. په دې ناسته کې د ګډونوالو ملايانو د ټاکلو معيار په ډاګه شوی نه دی.

دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د افغانستان توندلاري ملايان د نجونو د زده‌کړو مخالف دي. له دې وړاندې ډېر منځلاري ملايان د ځينو لاملونو له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د دې ناستې د ترسراوي په اړه په نړيواله کچه هم غبرګون ښوول شوی دی. د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي، چې د مېرمنو له ګډون پرته پرېکړه مشروعيت نه لري. د بشري حقونو د څار بنسټ د مېرمنو برخې مرستیالې هيډر بار يکشنبه د چنګاښ پر ۵ په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، خلک به هيله من وي، چې طالبان د نجونو او مېرمنو د حقونو پر وړاندې د شته محدويتونو د پای ته رسولو په اړه پرمختګ ولري. تر اوسه هېوادونو د طالبانو دغې هڅې ته غبرګون ښوولی نه دی. له دې وړاندې ټولو هېوادونو د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې او که طالبان بشري حقونه په ځانګړې ډول د مېرمنو حقونه مراعات نه کړي، هېڅکله به په رسميت ونه پېژندل شي.

طالبان داسې مهال د دغې ناستې د ترسراوي پرېکړه کړې، چې له دې وړاندې کابل کې د لويې جرګې د جوړېدو په اړه خبرونه خپاره شوي و. داسې انګېرل کېده، چې طالبان به دې جرګه کې په سياسي مسايلو لکه په حکومت کې د ټولو مليتونو د ګډون په اړه پرېکړه وکړي. هغوی تر اوسه ويلي نه دي، چې د دغې ناستې نورې اجنډاوې څه دي او له لويې جرګې سره څه توپير لري. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د کلکو بنديزونه او له دين څخه د هغوی توندلاری قرائت، په ملي او نړيواله کچه د غبرګونونو لامل شوی دی. طالبانو په وار وار ويلي، چې حکومت یې د دیني اصولو په بنسټ دی.

ورته لیکنې

Back to top button