غني: قانوني ولسمشر یم

۸صبح، کابل: د هېواد مخکینی ولسمشر محمداشرف غني وایي، چې د قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر دی.

ښاغلي غني له هېواده له وتلو نږدې یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره له نوې جوړې شوې رسنۍ ABN سره مخامخ مرکه کړې او ځینو پوښتنو ته یې ځواب ویلی دی.

هغه وایي: «د اساسي قانون پر بنسټ، ولسمشر وم. تر هغې چې افغانان په قانوني توګه واک بل کس ته ورنه کړي، ولسمشر یم.»

غني په دې مرکه کې چې تر شا یې د افغانستان درې رنګی ملي بیرغ دی وایي، چې د طالبانو اوسنی مشر هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د مخکیني مشر ملا عمر په شان اقتدار نه لري.

ښاغلي غني همداراز په دې خبرو اترو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې کوي او وایي: «په خپلو طرحو او کارونو یې د افغانستان ټول سیاسي قشرونه بېل کړي وو.»

غني وایي: «له ما سره د خلیلزاد ستونزه دا وه، چې زه افغان او مسلمان وم او هغه (خلیلزاد) له خپل افغانیت او هویت څخه انکار کړی دی.»

ښاغلي اشرف غني د هغه وخت د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم «د جمهوریت د نه پياوړتیا مسوول» معرفي کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ له هېواده د اشرف غني له وتلو وروسته طالبان کابل ته دننه شول او حکومت سقوط وکړ. دا دویم ځل دی، چې اشرف غني د طالبانو په لاس د نظام د سقوط په اړه خبرې کوي؛ خو د مخکیني حکومت د لومړي کس په توګه یې تر اوسه د نظام د پرځېدو په تړاو ډېرو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

Back to top button