له ناامنه کولو د امنیت تر ټینګښته؛ طالبان د ښارونو امنیت نه شي ساتلی

امین کاوه

طالبان د یوې جنګي ایډیالوژيکې ډلې په توګه، د ترهګریزو بریدونو او ماینونو د ښخولو په برخو کې روزل شوي او په همدې لار کې بری د دوی وي؛ په نورو برخو کې روزنې ته اړتیا لري. له همدې کبله، په ښارونو کې د امنیت په ډاډمنتیا کې عاجز دي، ځکه چې تل به یې بریدونه کول، د ښارونو امنیت به یې له منځه وړ او ترهه به یې خپروله. اوس چې د خپلې کړنلارې په مخالف اړخ کې ولاړ دي، د امنیت د ټینګښت مسوولیت ورله غاړې دی. د امنیت له منځه وړلو او ټينګښت ترمنځ لوی توپير شته، ځکه چې د امنیت ټينګښت مسلکي روزنې ته اړتیا لري. د دې ډلې جګړه مار سره له دې چې د امنیت په ټینګښت کې پوهه نه لري او روزل شوي نه دي، ډېری یې له ښاري فرهنګ سره هم ځان نه شي پخلا کولای، په ځانګړې توګه د نورو مذاهبو د پيروانو له باورونو سره.

طالبان په تېر یوه کال کې پر یوازینۍ لاسته راوړنې چې نازېدل، د جګړې پای‌ ته رسول و. حال دا چې دا ناز له اساسه ناسم ثابت شو، ځکه چې پر کابل د دې ډلې د ولکې په لومړیو ورځو کې پر کابل هوايي ډګر خونړۍ چاودنې وشوې، چې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته. له دې سره سره کاذبې هیلې خلق شوې وې. ځینې هېوادوال په دې باور وو، چې طالبانو امنیت خراباوه، په چاودنو او بریدونو یې د خلکو امنیت ګډوډاوه، پر هېواد د دې ډلې په ولکې سره به له جنګه لاس واخلي او تر پخوانیو امنیتي سرتېرو به امنیت ښه ټینګ کړي. په تېر یوه کال کې کوم خونړي بریدونه چې پر شیعه ګانو وشول، دا يې په ډاګه کړه، چې دا ډله نه یوازې دا بریدونه شنډولی نه شي، بلکې ترهګر بریدونه هم په مسلکي توګه نه شي قابو کولای. د کابل په کارته سخي سیمه کې د تېرې چهارشنبې د برید د مهار ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې، دا یې په ډاګه کړه، چې طالبان د ترهګر برید ځواب هم په ترهګرې لارې ورکوي. طالبانو دا برید په مسلکي توګه مهار نه شوای کړی. یو طالب جګړه مار د بم یوه بشکه راپورته کوي او یوې ودانۍ ته یې اچوي، حال دا چې امبولانس د همدې ودانۍ تر څنګ ولاړ دی او نور استوګنیز کورونه یې هم شاوخوا اباد دي. د عام ولس ارامتیا ته په نه کتو سره ټوله ودانۍ له بېخه نړوي او ترهګر پکې وژل کېږي. دا ښيي چې هغه کسان چې په غرونو کې جنګېدلي وي، د ښارونو د امنیت په ټینګښت کې ناکام دي، ځکه چې روزل شوی ځواک په چټکتیا او ځیر لاس په کار کېږي.

د دې ډلې جګړه مار په میداني جنګونو کې لوی شوي او ورسره عادت شوي دي. په تعرضي حالت کې یې چې څومره وکولای شوی، وژل کړي او تښتېدلي دي؛ خو په دفاعي حالت کې تر اوسه نه دي مخامخ شوي. په جنګ کې دفاع او برید یا د وېرې خپرول هر یو ځانګړې ستراتيژۍ او تکتیکونه لري. لزوماً هر څوک چې ښه بریدګر وي، ښه مدافع نه شي کېدای، هغه څوک چې امنیت ګواښي او هغه څوک چې ګواښ له منځه وړي، ترمنځ یې ډېر توپیر شته. له بلې خوا، د سله مراتب، د واکونو او مسوولیت نه درلودل د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو د ناکامۍ بل لامل دی. د یوه ملګري موټر مې غلو وړی و، کله چې هغه د طالبانو حوزې ته مراجعه کوي، طالبان ورته وايي، که مال دې حلال وي، پیدا به شي. د خلکو له مال سره داسې بې تفاوتي نه یوازې دا چې طالبان خپل مسوولیت نه پېژني، بلکې ظلم هم کوي، دا چې هر څه ته د حرام او حلال په ترازو کې ګوري. په اوسنۍ پېړۍ کې داسې ځواب یوازې له طالبانو اورېدل کېدای شي. که طالبان د واکمنۍ غوښتنوال وي، د خلکو امنیت باید وساتي. متخصصو کسانو ته د ښارونو له سپارلو بل لار نشته، چې امنیت ونیول شي.

د پرمختللي امنیتي نظام د نبود په صورت کې، د امنیت د ټینګښت خبره نه شي کېدای او په ټولنه کې نظم هم نه شي راوستل کېدای. طالبان د نظم له سمون او د مسلکي او روزل شویو ځواکونو له ګومارنې پرته، د امنیت د ټینګښت لپاره بله لار نه لري. که په وېره او ترهه امنیت راتللی شوای، طالبانو په تېر یوه کال کې ګڼ خلک ووژل؛ خو د امنیت په برخه کې هېڅ مثبت بدلون رانغی او هره ورځ خلک په لار او کوڅو کې وژل کېږي او توکي يې غلا کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button