د پولیسۍ له دندې تر چای پلورلو پورې؛ احمدناصر له کوژدې دوه میاشتې وروسته ووژل شو

راپور: عبدالاحمد حسیني

لمر پر لوېدو دی. غوښتل یې کار و بار وځنډوي او یو څه پیسې یې چې د دم کړي چای له خرڅولو ګټلي، خپلې کورنۍ ته د شپې ډوډۍ یوسي؛ خو له دې وړاندې غواړي اودس او لمونځ وکړي. له بده مرغه د اوداسه ځایه ته پر لار د یو ځای پر ځای شوي ماین ښکار کېږي او یوه چره یې پر غاړه لګېږي. که څه هم ملګري یې هڅه کوي ژوند یې وژغوري، خو له هغه ځایه چې د وجود دننه یې وینه‌توېدنه لرله، ډاکټرانو د رد ځواب ورکړ. په پایله کې هغه چره یې چې پر غاړه لګېدلې وه، ژوند ته یې د پای ټکې کېښود او ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې.

احمدناصر نومېده او په نږدې ورځو کې ۲۸ کلن کېده. نوموړی د پنجشیر و، خو کورنۍ یې کلونه وړاندې د ارامه ژوند په موخه کابل ته راغلې وه. درې مشران ورونه یې لرل او نږدې دوه میاشتې وړاندې یې کوژده کړې وه. د احمدناصر خپلوان وايي، کورنۍ یې ګڼه وه او څو کاله وړاندې یې پلار هم له لاسه ورکړې و. د نوموړي د خپلوانو د معلوماتو له مخې د احمدناصر کورنۍ له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ وه او له همدې کبله هغه هم توانېدلی نه دی، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. احمدناصر تر دولسم ټولګي زده‌کړې کړې وې او له ورونو سره یې د کور د لومړنیو اړتیاوو برابرولو کې د مرستې په موخه د پولیسۍ دنده غوره کړې وه او له زده‌کړو لاس په سر شوی و.

نوموړی کابل ښار کې د پخواني حکومت پر مهال پولیس و. د پخواني حکومت په وروستیو ورځو کې یې یوولسمه حوزه کې دنده لرله. نوموړی د پخواني حکومت له پرځېدو سره هممهاله د نورو پوځيانو په څېر پر کور کېناست او میاشتې یې د بیکارۍ او بې‌پیسه‌ګۍ رنځ وګاله. دې موده کې یې ډېرې دروازې د دندې لپاره وټکولې، خو مثبت ځواب یې ترلاسه نه کړ. که څه هم درې نور ورونه یې هم د کورنۍ د لومړنۍ اړتیاوو د پېداکولو لپاره هڅې کولې، خو هغوي ورځ مزدوري کوله او نه یې شوای کولای، د کورنۍ اړتیاوې په سمه توګه پوره کړي.

د پخواني حکومت له پرځېدو سره سم د خلکو کارونه په ټپه ودرېدل او زیات شمېر کسان وزګار شول. همدارنګه دې موده کې د لومړنیو توکو بیې هم د پخوا په پرتله لوړې شوې.

احمدناصر اړ کېږي، چې ځان لپاره شخصي او وړوکی کاروبار پیل کړي. نوموړی له خپلو ملګرو سره تر سلا وروسته د سماروارچي کار پیلوي او کارته پروان کې د «نادریه ښوونځي» ترڅنګ یوځای ځان ته نیسي.

کارته پروان کې ګڼه ګوڼه زیاته وي. د نوموړي کارځای ته نږدې شخصي روغتونونه او د پاکستان سفارت هم دی او په دې سره یې زیات شمېر پېرېدونکي پېدا کړي و. که څه هم له دې کاروباره یې شاوخوا یوه اوونۍ تېره شوې وه، خو ښه پرمختګ یې کړې و. نوموړي له دې کار سره توانېدلی و، چې د کورنۍ ډېرې اړتیاوې پوره کړي.

خو اجل احمدناصر ته نور وخت نه ورکوي؛ نوموړی د هغه ماین ښکار کېږي، چې د پنجشنې پر ورځ د لیندۍ پر څلورمه پرې وچاودېد. د نوموړي د خپلوانو په خبره، نوموړي غوښتل کاروبار وځنډوي، غواړي د مازیګر لمونځ ادا او وروسته د کور پر لور وخوځېږي. له هغې وړاندې یې ځينې نږدې ملګري د هغه د کارلیدلو په موخه سماوار ته راغلي و او د نوي کاروبار په هکله یې خبرې کولې. له دې امله چې ممکن تر کوره یې لمونځ قضا نه شي، پرېکړه کوي همالته اودس او لمونځ ادا او وروسته له خپلو ملګرو سره یوځای د کور پر خوا لاړ شي. نوموړی کله چې د اوداسه ځای ته روانېږي، د لارې په اوږدو کې یو ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودي او یوه چره یې پر غاړه لګېږي. دا چاودنه د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څلورمه د مازیګر ۴:۰۰ بجې رامنځته کېږي. ملګري یې پر وخت ځانونه ورسوي او روغتون ته یې بیايي. ډاکټران د رد ځواب ورکوي او وايي، چې د هغه وجود دننه وینه توېدنه کړې او د درملنې امکان یې نه شته. هغوي بیا هم وايي، که وینه‌توېدنه یې بهر وای، بیا یې هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره یو کار کولای شوای.

څو شیبې وروسته، احمدناصر له ژوند سره خدای پاماني کوي او له خپلې کورنۍ او کوژدنې سره له مخه ښې پرته روانېږي.

د احمدناصر یو شمېر خپلوان او ملګري کابل ښار کې د چاودنو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي. هغوي وايي، خلک په خلاص زړه کاروبار نه شي کولای او د طالبانو د چارسمبالي حکومت امنیتي ادارو څخه غواړي، چې د خلکو امنیت ټينګ کړي. د احمدناصر نږدې ملګری اقبال نعیمي وايي، نوموړي ژوند کې ډېرې هیلې لرلې، خو د چاودنې له کبله یې هر څه له خاورو سره خاورې شول.

دغه راز د احمدناصر یو شمېر ملګري ټينګار کوي، چې د نوموړي کورنۍ له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ ده او مرستندویه ادارې دې د هغوي لاس نیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېرو دوو میاشتو کې د چاودنو ګراف لوړ شوی دی. یوازې تېره یوه میاشت کابل ښار کې له پنځو زیاتې چاودنې شوي، چې په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

Back to top button