اندراب کې له مقاومت جبهې سره په نښته کې د ۱۰ طالبانو وژل کېدل

۸صبح، کابل: د مقاومت جبهه وایي، چې اندراب کې د طالبانو او د دغې جبهې د ځواکونو ترمنځ په سخته نښته کې ۱۵ طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
دغې جبهې پنجشنبه د چنګاښ پر ۹ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اندراب قاسان درې اړوند «کاسه تراش» سیمه کې د طالبانو او د هغوی د ځواکونو ترمنځ په نښتو کې، ۱۰ طالبان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
نښته چهارشنبه د چنګاښ پر ۸ د شپې ناوخته پیل او د نن ورځې تر ماسپښینه یې دوام وکړ.
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د دوو طالبانو مړي په غرونو کې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د بغلان په اندراب دره کې ځایي سرچینو په دغه دره کې د مقاومت جبهې پر پټنځایونو د طالبانو له بریده خبر ورکړ.