د برېښتا شرکت پخواني چارواکي: که پورونه تادیه نشي، وارداتي برېښنا به پرې شي

۸صبح، کابل: د برېښنا شرکت ځينو پخوانیو چارواکو د وارداتي برېښنا د پیسو د نه ورکړې خبر ورکړی او ویلي دي، که د برېښنا تامینوونکو هېوادونو ته یې پورونه ورنکړل شي، ممکن دغه هېوادونه د افغانستان وارداتي برېښنا پرې کړي.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یکشنبې پر ورځ د تلې پر یوولسمه یو راپور کې ویلي، د منځنۍ اسیا د برېښنا تامینوونکو هېوادونو ته د پیسو د نه ورکړې له امله به ممکن راروان ژمی افغانستان برېښنا ونه لري.

دغې ورځپاڼې د برېښنا پخواني رییس داوود نورزي له قوله وضعیت خطرناکه بللی او زیاته کړې ده، چې د افغانستان د شمالي هېوادونو دا اقدام به کابل او ځيني ولایتونه په تیاره کې ډوب کړي.

د راپورونو له مخې د داوود نورزي په وخت کې برېښنا شرکت ۴۰ میلیونه ‌ډالره درلودل او په حکومت کې چارواکو هڅه کوله، دا پیسې بهر کړي.

خو اوس ځینو سرچینو وال ستریت ژورنال ته ویلي، د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله طالبانو پرېکړه کړې، چې دا پیسې د افغانستان د برېښنا د پورونو د ورکړې لپاره ونه کاروي.

برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، چې د دغه شرکت پورونه له هغه وخته تر اوسه ۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي او د زیاتېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي ادارو د څو میاشتو د برېښنا د لګښت پيسې نه دي ورکړې.

همدارنګه د وارداتي برېښنا د لګښت نیمې پیسې چې ۳۸۷ میلیونه ډالر کېږي، کابل ښاريان ورکوي.

د برېښنا پخوانیو چارواکو ویلي، چې د اقتصادي وضعیت خرابېدو ته په کتو به خلک هم ونه شي کړای، له دې وروسته د برېښنا د لګښت پیسې ورکړي.

سرچینې وایي، د طالبانو او تاجکستان ترمنځ ستونزو ته به کتو احتمال لري، د یاد هېواد چارواکي پر دغې کړنې لاس پورې کړي.

افغانستان کې وچکالۍ او د اوبو برېښنا د تولید کمښت ته په کتو، د دغه هېواد له ۸۰ سلنې زیاته برېښنا وارداتي ده.

اوسمهال افغانستان له تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي، چې کلنی لګښت یې له ۳۰۰ میلیونه زیات ډالر کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button