جبري حجاب؛ «پر ښځو او نجونو د بندیزونو په بدل کې طالبان غواړي سیاسي ګټو ته ځان ورسوي»

د ښځو لپاره د اجباري حجاب د فرمان په تړاو له غبرګونونو وروسته، په پروان او کاپیسا کې هم ځينو ښځو له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښوولی دی. هغوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مېرمنو ټولنیزې او فردي ازادۍ سلب شوې او دمګړۍ افغانستان کې د مېرمنو حقونو د دفاع لپاره هېڅ رسمي مرجع نشته. د هغوی په خبره، مېرمنې او نجونې د طالبانو د سیاسي ګټې اخیستنې لپاره یوه وسیله ګرځېدلې دي.

ساره سیرت کاپیسا کې د مېرمنو د حقونو فعاله ده. مېرمن سیرت چې کلونه یې په کاپیسا کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره کار کړی، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د نورو مېرمنو په څېر هېواد پرېښی دی. ساره سیرت د مېرمنو د جبري حجاب په غبرګون کې وویل، چې طالبانو په کور دننه د مېرمنو ټولې فردي او ټولنیزې ازادۍ سلب کړې او دمګړۍ افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره رسمي اداره نشته. هغې زیاته کړه: «د افغان مېرمنو بنسټيز حقونه په ځانګړې توګه د اساسي قانون دویم فصل سلب شوی دی؛ نه د ټاکلو حق لرو او نه هم د زده‌کړو. په ټوله کې یوازې همدا پاتې دي، چې طالبان موږ ته ووايي، څه وخورو او څه ونه خورو.»

د مېرمنو د حقونو دغې فعالې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د کاپیسايي مېرمنو د ازادۍ په هکله وویل: «په تېر کې کاپیسايي نجونو له ښوونځي نیولې د لیسانس او ماسترۍ تر کچې لوړې زده‌کړې کولې. کلتوري او ټولنیز پروګرامونه جوړېدل؛ خو اوس دا ټولې ازادۍ سلب شوې او هره ورځ یو تازه بندیز لګېږي.»

عایشه (مستعار نوم) پروان کې د مېرمنو د حقونو فعاله او دولتي کارکوونکې ده. هغې وویل، د نورو زرګونه ښځينه کارکوونکو په څېر دندې ته نه شي تللی او په اوونۍ کې یوازې یو ځل د حاضرۍ د لاسلیکولو لپاره ورځي. عایشې زیاته کړه، چې طالبان دې تر هر څه وړاندې د مېرمنو انساني او اسلامي حقونو ته درناوی وکړي. د نوموړې په خبره، دمګړۍ هغه ازادۍ چې اسلام مېرمنو ته ورکړې، طالبانو تر پښو لاندې کړې دي. عایشې زیاته کړه: «تر دې مخکې هم په افغانستان په ځانګړي ډول پروان کې ډېریو مېرمنو او نجونو حجاب کاوه او اوس هم له حجاب سره ستونزه نه لري؛ خو بنسټیزه ستونزه مو دا ده، چې دندو ته نه شو تللی. سیاسي او ټولنیزو فعالیتونه نه شو کولای. غوښتنه مو دا ده، هغه حقوق چې اسلام راکړي، باید راکړل شي.»

پروان او کاپیسا کې مېرمنې او نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې ژر تر ژره دې ډګر ته را ودانګي او پر مېرمنو د طالبانو حکومت له لوري وضع شوي محدودیتونه دې لرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو فرمان کې له امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت څخه غوښتي، چې پر مېرمنو حجاب جبري کړي او د امکان تر کچې دې مېرمنې په کور وي. په دغه فرمان کې چې شنبه د غويي پر ۱۷ صادر شوی راغلي، مېرمنې دې په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي. په فرمان کې ویل شوي، چې د سرغړواي په صورت کې به د کورنۍ ولي مجازات کېږي.

دا فرمان په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بشري حقونو د څار بنسټ د مېرمنو د حقونو له ملاتړو هېوادونو غوښتي، چې د دغې پرېکړې په تړاو بېړنۍ ناسته وغواړي.

ورته لیکنې

Back to top button