«د طالبانو له واکمنۍ وروسته» په بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د واټ پر سر د کتابونو نندارتون جوړ شو

۸صبح، بدخشان: د طالبانو د چارسمبالي حکومت له رامنځ ته کېدو درې میاشتې وروسته، په بدخشان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د واټ پر سر د کتابونو نندارتون جوړ شو.

دا نندارتون د فرهنګیالانو په ګډون کولو سره د شنبې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه نېټه، د بدخشان ولایت په مرکز، فیض آباد ښار کې، جوړ شو.

د دې نندارتون رامنځته کوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې هره ورځ خپل پېردونکي له لاسه ورکوي او د دې ولایت اوسېدونکې له کتابه لرې شوي دي، نو له همدې امله یې په اوونۍ کې دوه ځله دا نندارتون په لاره اچولی.

د هغوی په وینا، دا برنامه یوازې د کتاب پلورلو لپاره نه ده او تر دې ډېره معنوي اړخ لري او کتاب ته د خلکو د نږدې کولو لپاره رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د نندارتون یو لیدونکی، سید نور الله باعث، وایي: «خلک له اقتصادي پلوه د کتاب پېرلو وس نلري، نو خلک د دې ډول برنامو ډېر ښه هرکلی کوي.»

دا نندارتون په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې یو شمېر کتاب پلورونکي په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره د خپل کاروبار له پڅېدو شکایت لري.

ورته لیکنې

Back to top button