وردګو کې سېلابونه؛ ۲۰۰ جريبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده

۸صبح، وردګ: وردګو کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

سرچینې جمعه د زمري پر ۲۱ وایي، چې ۲۰۰ جريبه کرنیزه ځمکه او محصولات یې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله تخریب شوي دي.

پر دې سربېره، سېلابونو د دې ولایت سیداباد ولسوالۍ پاینده خېل کلي کې ۱۰ استوګنیز کورونه تخریب کړي او لسګونه څاروي یې وړي دي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د دې کلي پر تخریب شویو ځمکو کچالو کرل شوي وو او په دې ولسوالۍ کې سېلابونو کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی و.

Back to top button