لوګر او پکتیا کې سېلابونه؛ سلګونه کورونه ویجاړ او ښځې او ماشومانو په کورونو کې بند پاتې دي

۸صبح، لوګر: په لوګر او پکتیا ولایتونو کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغو ولایتونو کې له سختو بارانونو وروسته د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

سرچینې وايي، چې د جمعې پر سهار د سېلابونو د راتلو له امله په دغو ولایتونو کې زرګونه جریبه ځمکه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کورنۍ په کورونو کې بند پاتې دي.

له بلې خوا، په لوګر ولایت کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز په سیدان، هونۍ، شش کلا، خواجه افضل او کودلي کلیو او د څرخ او بره کي برک په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي.

اخوا، په پکتیا کې سرچینې وايي، چې د ګردېز ښار په اتفاق مېنې، عسکري فامیلو او پیرباغ سیمو کې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.

تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ویلو ده، چې له دې مخکې هم په دغو دوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله، ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي، څه د پاسه ۶۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې او کابو ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button