پنجشېر کې د مقاومت جبهې په یوه کمین کې ۹ طالبان ووژل شول

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې په شتل ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د یوه کمین په پایله کې ۹ طالبان ووژل شول.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه یکشنبه ماښام د غبرګولي پر ۲۲ د شتل ولسوالۍ په دوابي سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې په دغه کمین کې کابو ۷ طالبان ټپيان شوي هم دي.

په یوه ویډیو کې هم چې ۸صبح ورځپاڼې ته لېږل شوې، لیدل کېږي چې پر څو تنو طالبانو د غره له سره د مقاومت جبهې د یوه قوماندان وزیر شتل د کسانو له خوا ډزې کېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون هم پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ سخته نښته وشوه. دغه نښته د طالب ځواکونو په وژلو پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

Back to top button