مشهور بدخشانی شاعر، صیاد بدخشي ومړ

۸صبح، بدخشان: د بدخشان نامتو شاعر او لیکوال په صیاد بدخشي مشهور عبدالمالک صیاد، تېره شپه ددغه ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې وفات شو.

د صیاد د کورنۍ غړي محمد آصف بیدار له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د هغه مړینه تایید کړه.

صیاد بدخشي له ماشومتوبه شعرونه ویل او په دولتي بنسټونو کې يې هم دنده ترسره کړې وه.

له صیاد بدخشي څخه درې شعري ټولګې پاتې دي چې د هغه بینوایان کتاب چاپ شوی او دوه نور کتابونه یې تراوسه له چاپه پاتې دي.

د صیاد بدخشي ډېری شعرونه د بدخشان د سیمه ییزو سندرغاړو له خوا ویل شوي دي.

د ویلو ده چې بدخشي په وروستیو کلونو کې ناروغ و او د ۹۰ کلنۍ په عُمر وفات شو.

Back to top button