د سقوط وېره

لیکنه:غلام‌ یحیا رنجبر

 

هوا ډېره ګرمه ده، په معمول ډول په مزارشریف ښار کې دوبی ګرم وي. کله د هوا تودوخه دومره زیاته وي چې د سړي ساه بندېږي، لکه له اوبو بهر د تپېدلي کب په شان. خو د جګړې د ډګرونو تودوخه تر دې تودوخې ډېره ساه بندوونکې او غمجنه ده. د ښار سوځوونکې هوا بدن سوځوي، خو د جګړې د ډګر ګرمي روح سوځوي او انسان تږی کوي.

هېواد سختې ورځې تېروي. له یوې خوا د کورونا وبا پر ښار سیوری غوړولی او خلک یې له ستونزو سره مخ او ښاریان یې اسیر کړي او له بلې خوا جګړې لازیات وګړي له منځه وړي. تودوخه مو کړوي، د ډېرې ګرمۍ احساس کوم. یوه شېبه په فکر کې ډوبېږم او د راتلونکي په هکله مې اندېښنه زیاتېږي. یوه شېبه په خپلو خیالونو کې ډوبېږم.

ځان مجرد او له هر څه جلا وینم، وجود مې لږ سړېږي. زه معمولاً د موسیقي له اورېدلو سره عادت یم، داسې احساس مې کاوه چې د دې هېواد د خلکو لپاره موسیقي او آواز د هنر یوازینی ډالۍ ده چې په هغې سره د دې ستړي هېواد روح ته تازه ساه ورپوه کوي. خو د جګړې او د سقوط وېره هر څه له انسانه اخلي. څه موده کېږي چې کتاب او موسیقي له ما تښتېدلي او احساس کوم چې د دې دوو خوند مې په وجود کې نه نشته. دواړه بیګانه شوي دي، نه د موسیقي اشتیاه وه او نه هم د مطالعه شوق.

خبرونه په جګړو کې د لازیاتو سیمو کې ور ښکېلېدو ښودنه کوي. د جګړو ښامار هره ورځ له مخکې په لوړ آواز غږونه کوي. ته وا چې د دې هېواد تلپاتې سندره، یوازې سقوط دی چې نارې وهي. دقیقو او جزیي مسایلو ته مې نظر کېږي. هره شېبه د جګړې او د سولې تله درنه او سپکوم. د شېبو نبض لمس کوم او له ناڅرګندې، نامعلومه او بې برخلیکه ورځې وېرېږم. اوس مې دوې بنسټیزې غوښتنې له لاسه ورکړې: موسیقي او کتاب. په ځان کې تشه احساسوم چې نور مې هم له وېرې سره مخ کوي.

ماښام کېږي؛ له نورو ورځو په توپیر ماښام. کوڅې ته وځم. ګورم چې د ښار وضعیت هماغه شان دی، ماشومان په خپله نړۍ کې بوخت دي خاندي او چغې وهي. ښځې او نجونې جوړه جوړه ګرځي او خبرې کوي. څو دقیقې وروسته خاندي. یو سپین ږیری چې ډېر کمزوری دی له بې وسه وجود سره د پټاټو کراچۍ ځغلوي او چغې وهي کچالو! خو د سقوط وېره مې بیا هم ملګرې ده.

ما په بې رحمۍ سره اسیر او په ځان کې ډوبوي. زه ځان پردي او له هغو ماشومانو کلونه لیرې احساسوم او د ماشومتوب په ورځو پسې خپه شوی یم. بالاخره د هغه سپین ږیري په اړه چې لاسونه یې رپېدل فکر کوم او دا سوچ مې له ذهنه نه وځي. له ځان سره وایم: آیا هغه سړی به د سقوط په اړه په څه پوهېږي؟ د هغه سړي په ذهن او ضمیر کې به داسې څه وي چې زه ترې ناخبره یم؟ آیا د هغه د پوهېدلو هیله وکړم. په عاجزۍ سره هیله کوم کاشکي مې د هغه سړی د زړه لوستې وای، خو بیا ځان کمزوری ګورم.

ښار ته ځم. یوه سپین سرې ښځه را نږدې کېږي. له ما پوښتي: اې هلکه! ولې د ښار هټۍ تړلې دي؟ ځواب نه ورکوم. هغه احساساتي کېږي. په لوړ غږ وایي: جګړه کېږي چې ښار تړلی دی! له ځان سره وایي هو، جنګ کېږي او اولادونه مې وږي پاتې کېږي، زه په کور کې هېڅ نلرم. په ژړا خپلې لاره ته دوام ورکوي او دا جمله تکراروي چې «جګړه کېږي او اولادونه مې وږي پاتې کېږي» او بالاخره مې له سترګو پناه کېږي. څو ورځې وروسته، ښار سقوط کوي او خلک ځان په یوه هراړخیز سقوط کې مومي. له هغې وروسته مې ژوند ته نظر بدل او بل ډول شوی او د ډېرو شیانو خوند بدل شوی دی. اوس بل انسان شوی یم او نوې لاره او فکر مې غوره کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button